Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

روسیه: ترهګرې ډلې د افغانستان له وضعیته ګټه پورته کوي

په دې وروستیو کې یوه روسي چارواکي ویلي دي چې په افغانستان کې د نشه یي توکو او وسلې د قاچاق زیاتوالی او همدارنګه په ناقانونه توګه د کډوالۍ زیاتوالی د دې لامل شوی دی چې ترهګرې ډلې له دغه وضعیته ګټه پورته کوي.

په افغانستان کې د  لوی بشري ناورین د رامنځته کېدو په تړاو د نړۍوالو بنسټونو د اندېښنو په لړ کې روسیې هم یو ځل بیا په افغانستان کې د داعش د پراختیا او د منځنۍ آسیا هېوادونو په تېره بیا روسیې ته د دې ډلې د نفوذ کولو په تړاو اندېښنه څرګنده کړې ده.

د روسیې د امنیت شورا د منشي مرستیال د روسیسکایا گازتا له ورځپاڼې سره په مرکه کې وایي چې ترهګر له افغانستانه د منځنۍ آسیا هېوادونو او له هغه ځایه د قزاقستان له پولې روسیې ته نفوذ کولای شي.
 
د روسیې د امنیت شورا د منشي مرستیال الکسانډر ګربنکین وايي:«په افغانستان کې سیاسي او اقتصادي ناورینونو ته په پام سره داسې نه برېښي چې وضعیت ښه شي. مسکو هیله لري چې نوی حکومت د مخدره توکو او وسلې د قاچاق او د هغو ناقانونه کډوالو مخه ونیسي چې د داعش په څېر ترهګرو ډلو پکې ځانونه پټ کړي دي.»

بل خوا د پوځي چارو کارپوهان په افغانستان کې د داعش ډلې پياوړتیا د سیاسي لوبو نوی فصل ګڼي او د دې ډلې ځواکمنېدل له وړاندې پلان شوی کار ګڼي.
    
د پوځي چارو کارپوه محمد صادق شینواری څرګندوي:«دا یو حقیقت دی چې داعش د افغانستان په ولایتونو کې حضور لري او سرتېري نیسي. دا نه یوازې د امنیت په برخه کې خطر رامنځته کوونکی دی، بلکې د افغانستان بشري ناورین هم زیاتوي.»

بل خوا حکومت وایي چې اقتصادي ناوري د سیمې او نړۍ پر هېوادونو جدي اغېز لري، خو ټینګار یې دا دی چې د نړۍ هېوادونه ته له افغانستانه هېڅ امنیتي خطر نشته.
   
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال انعام الله سمنګانی په دې هکله وايي:«د افغانستان اقتصادي او ټولنیز کړکېچ د نړۍ په هېوادونو جدي اغېز لري، خو د امنیتي پلوه له افغانستانه د نړۍ هېڅ هېواد ته امنیتي ګواښ موجود نه دی.»

تر دې وړاندې هم د روسیې د امنیت شورا منشي په مسکو کې د همګټو هېوادونو په کلنۍ  غونډه کې د افغانستان په څلور دیرشو ولایتونو کې د داعش د حضور خبره کړې وه او ویلي یې وو چې که وضعیت کابو نه کړای شي نو د دې حالت دوام به په افغانستان کې د کورنۍ جګړې لامل شی.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه