Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په تېرو سلو ورځو کې د هېواد امنیتي وضعیت ته ځغلنده کتنه

د طلوع نیوز شمېرې ښيي چې پر افغانستان د اسلامي امارت د واکمنۍ د سلو لومړنیو ورځو کې، په اوو امنیتي پېښو کې څه باندې ۶۳۰ تنه وژل شوي او ټپيان شوي دي. 

د کابل پر هوايي دګر ځانمرګي بریدونه او چاودنې، په کندهار او کندوز ولایتونو کې د اهل تشیع پر جوماتونو بریدونه او د په کابل کې د سردار محمد داوود خان پر روغتون برید، په دغو سلو ورځو کې د امنیت ضد له سترو پېښو شمېرل کېږي.

خو په دغو سلو ورځو کې امنیتي لاسته راوړنې هم شتون لري. د ناوړه استفادې په تور د امنیتي ځواکونو له لیکو د ۶۵۰ تنو ایستل، د جنايي جرمونو کموالی او د انسان تښتونې کمښت له هغو مسایلو دي چې کولای شي له دغو لړ لاسته راوړنو یې وشمېرو. 

پر افغانستان د اسلامي امارت د حاکمیت په لومړیو ورځو کي لومړی امنیت ضد پېښه د کابل هوايي ډګر په لودېځ دروازه کې وشوه. دغه مهال د کابل هوايي ډګر د امنیت مسوولیت د امریکايي ځواکونو په واک کې و.

په هغه پېښه کې د ۱۳ امریکايي سرتېرو په ګډون تر ۱۰۰ زیات کسانو ژوند له لاسه ورکړ او تر ۱۰۰ ډېر کسان ټپیان شول، هغه پېښه چي پړه يي داعش په غاړه واخیسته.

د پېښې یو ټپي وايي:«یو درز شو نور مې څه ونه لیدل مور او زوی سره نه پېژندل کېدل.»

له یادي پېښي درې ورځې وروسته د کابل هوايي ډګر ته څېرمه پر یو کور د امریکايي ځواکونو په هوايي برید کې د اوو ماشومانو په ګډون لس کسان ووژل شول، خو له څېړنو وروسته محتده ایالاتو یاد برید د معلوماتو د خلا له امله تېروتنه وګڼله او ژمنه يې وکړه چې یادې کورنۍ ته به تاوان ورکړي.

په پيښه کې د قرباني شوي ماشوم پلار ایمل  وویل:«آن ماشومان هلته لوېدلي وو مړه وو او غوښې يې د کور څخه دباندې پرتې وې.»

د دغو بریدونو په دوام د اکتوبر په درېیمه عیدګاه جومات ته څېرمه په یو چاودنه کې څو کسان مړه او ټپي شول.

د همدې ورځ په ماښام د کابل ښار په اولسمه امنیتي حوزه کې ځانګړي عملیات تر سره کړل او داعش ته منسوب لس کسان په یادو عملیاتو کې ووژل شول.

د پېښې شاهد فرید په دې هکله څرګندوي:«د سپکو او درنو وسلو د ډزو غږونه وو آن د شپې تر ناوخته دلته نښتې دوام درلود.»

که څه هم اسلامي امارت داعش د افغانستان لپاره جدي ګواښ نه ګڼي خو په کندوز او کندهار ولایتونو کي د اهل تشیع پر جوماتونو بریدونه چې درانه تلفات يې درلودل پړه يې یادې ډلې په غاړه واخیسته.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال انعام الله سمنګانی وايي:«هغوی په خپل عمق کې خنثی شوي دي په هغه ډول او شکل چې دوی غوښتل ګواښ واوسي هغسي ګواښ نه دي.»

په دغه سل ورځو کې د سردار محمد داوود خان روغتون هم په امان کې نه و، او د پېچلو عملیاتو پرمهال پنځه بریدګر د یاد روغتون پر دروازه برید پیل کړ.

خو د امنیتي ځواکونو له مقاومت سره مخامخ شول چې په پایله کې څلور امنیتي سرتېري هم ووژل شول.

د پېښې شاهد بشیر کارواني په دې هکله زیاتوي:«دلته جسدونه په ډېر خراب وضیعت کې پراته وو او موږ ولیدل.»

د یادو پېښو تر څنګ په دغه موده کې خلکو د خپل سریو او په هېواد کې د صحرايي محکمو په اړه هم شکایت درلود. دغه شکایت د دي لامل شول چې اسلامي امارت په یو تازه اقدام کې له شپږ سوه پنځوس څخه ډېر هغه کسان چې د طالب له نومه يې ناوړه استفاده کوله  له خپلو لیکو څخه و ایستل او یو شمېر يې هم زنداني کړل.

د لیکو د تصفيې کمېسیون رییس مفتی لطیف الله حکیمي څرګنده کړه:«له هغې ورځې چې کمېسیون جوړ شوی دی بیا تر اوسه ۶۶۵ کسان د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې له لیکو څخه ایستل شوي دي او یو شمېر بندیان شوي هم دي.»

خو اسلامي امارت د خپلو کارونو سل لومړنۍ ورځې له لاسته راوړنو ډکې بولي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند سعید خوستی وايي:«د څلوېښتو، پنځه څلوېښتو کلنو وروسته دا لومړی ځل دی چې پر ټول افغانستان باندې مرکزي حکومت حاکم دی او د قدرت داسي جزیره نشته چې هغوی دې دلته فعالیت ولري.»

خو سره له دې چې د سیمې او نړۍ یو شمېر هېوادونه په افغانستان کې د بې ثباتۍ د دوام ګواښ ګڼي او په افغانستان کې د داعش د احتمالي حضور او فعالیتونو په اړه اندېښمن دي.

پر هېواد د طالبانو د واکمنۍ پر لومړیو ورځوکې، د امنیت ضد لومړنۍ پېښه د کابل هوايي ډګر په لوېدیځه دروازه کې وشوه.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه