Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د امارت د حکومتوالۍ لومړنۍ۱۰۰ورځې د رسمیت پېژندلو هڅو کې تېرې شوې

د نوي حکومت د حکومتوالۍ لومړنۍ سل ورځې د اسلامي امارت د رسمیت پېژندلو لپاره د نړۍوالو د پاملرنې په جلبولو کې تېرې شوې.

په دغې موده کې د امیر خان متقتي په مشرۍ د هېواد د ډیپلوماسۍ دستګاه د مولوي هبت الله اخند زاده په مشرۍ د هېواد د نوي حکومت د رسمیت پېژندلو لپاره یې هر ډول هڅې کړې دي.

له سیمه ییزو او نړۍوالو سفرونو نه نیولې د اسیايي او اروپايي هېوادونو له چارواکو سره لیده کاته او حتا د ارمیکا کانګرس ته د لیک استول .
 
د سیمې له هېوادونو سره د اوسني حکومت ډېپلوماټیک تعاملات پر افغانستان د اسلامي امارت د واکمنۍ پر دویمه ورځ کابل ته د پاکستان د استخباراتو د رییس له سفر وروسته پېل شول.

له هغه وخت راهیسې یعنې د اسلامي امارت په لومړیو سلو ورځو کې د شپږو هېوادونو ډېپلوماټيکو استازو افغانستان ته سفر کړی دی.

د پاکستان د استخباراتو رییس فیض محمد، د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي، د قطر ځانګړی استازی مطلق بن ماجد القحطاني، د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر عبدالعزیز کاملوف، د افغانستان لپاره د ایران ځانګړی استازی حسن کاظمي قمي، د هالنډ ځانګړی استازی ایمایل دې بونټ، د جرمني ځانګړی استازی یاسپر ویک  هغه څېرې دي چې په دې موده کې یې له افغانستان سره د اړیکو د ښه کېدو او له نوي حکومت سره د تعامل لپاره هېواد ته راغلي دي.

د بهرنیو چارو وزارت پخواني سلاکار فخرالدین قاري زاده وویل:«په سلو لومړیو ورځو کې له بهرنیو هېوادونو سره د اسلامي امارت بهرنی سیاست او ډپيلوماټيکې اړیکې ډېرې محدودې وې او د څو سیمه ییزو او ګاونډیو هېوادونو په کچه وې. له پاکستان، چین، قطر او عربي متحده اماراتو څخه پرته نړۍ په تمه ده چې ایا طالبان هغه څه چې وایي او په رسنیو کې یې اعلان کوي، ایا ژمن دي کنه؟»

په دې موده کې د اسلامي امارت د ډېپلوماسۍ دستګاه خوځنده وه، د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي لږ تر لږه د سیمې او نړۍ درېیو هېوادونو ته سفرونه کړي او د افغانستان پر محوریت شپږ سیمه ییزې او نړۍوالې غونډې شوې دي.

په وروستیو سلو ورځو کې، مسکو، تهران، اسلام آباد، نوي ډیلي، چین، په روم کې د جي شل ډلې او د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان په تړاو د غونډو کوربتوب کړی دی.

خو دغو غونډو د اسلامي امارت غوښتنه چې د دوی په رسمیت پېژندل دي، نه ده پوره کړې. تر اوسه ټول هېوادونه د نوي حکومت د رسمیت پېژندلو لپاره له خپلو وار له مخه شرطونه نه دي په شا شوي.

د پراخ بسنټه حکومت جوړېدل، د بشري حقونو د ارزښتونو رعایت، د ښځو لپاره د کار د حق او د نجونو د تحصیل تضمین، د بیان د آزادۍ تضمین او د ترهګرو پر امن پناه ځای د افغانسان د خاورې نه بدلېدل، هغه مهم مسایل دي چې په هره غونډه کې یې پر عملي کېدو ټینګار شوی، خو اسلامي امارت وایي چې دا ټولې غوښتنې یې عملي کړي دي.

د سیاسي چارو شنونکی عبدالمقدم امین څرګندوي:«له قانوني او حقوقي پلوه، زه فکر کوم چې طالبان مستحقه دي چې په رسمیت وپېژندل شي، که څه هم له فرصتونو یې استفاده نه کړې، خو په هر حال، نړۍوال او سیمه یزد لید دا دی چې طالبان باید بدلون وکړي او له نړیوالو معیارونو سره ځان برابر کړي، زه فکر کوم چې ستونزه یوازې په همدې ټکي کې ده.»

له دې ټولو سره سره په دې موده کې هغه کړکۍ پرانېستل شوه چې د سیمې او نړۍ هېوادونه له بشري پلوه د افغانستان د وضعیت د ښه کولو لپاره تعامل ښه غوراوی وبولي.

د ایران، پاکستان، چین، روسیې، ترکیې،قطر، قرغزستان، ازبکستان، قزاقستان، ترکمنستان، ایټالیا او د متحده عربي اماراتو په ګډون په افغانستان کې د ۱۱ هېوادونو سیاسي استازولۍ پرانېستي دي، خو پاکستان، چین، روسیه او برېټانیا هغه هېوادونه دي چې په افغانستان کې یې له نوي حکومت سره پر مستقیم تعامل ټینګار کړی دی او پاکستان یوازینۍ هېواد دی چې په دغه هېواد کې یې د اوسني حکومت استازي منلي دي.

د برېتانیا لومړی وزیر بوسټون جانسون ویلي:«ښایي هغوی یعنې طالبان د ټولو افغانانو په استازیتوب خبرې ونه کړی، خو هغوی د دغه هېواد اوسني چارواکي دي.»

د پاکستان لومړی وزیر عمران خان هم ویلي دي:«جهان باید له افغانستان سره تعامل وکړي، کنه د دغه وضعیت په دوام سره طالبان په آسانۍ سره ۲۰۰۱ کال یعنې شل کاله وړاندې وخت ته ستنېږي.»

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر عبدالعزیز کاملوف هم څرګنده کړې:«اوس مهال طالبان په افغانستان کې یو لوی ځواک دی او هغوی د  افغانستان له پولو بهر هېڅ برید ترسره کړی نه دی.»

اسلامي امارت له دې سره جوخت چې د نړۍ له هېوادونو سره د خبرو لار پرانېستې ګڼې، د نړۍ له ټولو هېوادونو سره ښو اړیکوته خوشبین دی.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال انعام‌الله سمنګانی څرګندوي:«د هرې ورځې په تېرېدو سره د اسلامي امارت ډپيلماټيکې اړیکې ښې کېږي او تاسې شاهد یاست چې په وروستیو ورځو کې په کابل کې سفارتونه او استازولۍ بېرته پرانیستل شوې دي او اوس په افغانستان کې څه باندې لس هېوادونه په مستقیمه توګه ډپيلماټيک حضور لري.»

د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره د افغانستان سیاسي اړېکې له کلونو راهیسې له لوړو او ژورو سره ملې دي، خو اوس د دغو اړیکو نوی باب پرانېستل شوی دی چې د دغه  فصل د رامنځته کېدو عامل امریکا ګڼل کېږي، څرګنده نه ده چې امریکا او د نړۍ نور هېوادونه به کله اسلامي امارت په رسمیت وپېژني.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه