Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

تېرو سلو ورځو کې د افغانستان اقتصادي وضعیت ته کتنه

د اسلامي امارت واکمنۍ کې افغانستان په تېرو سلو ورځو کې ځکه له جدي مالي کړکېچ سره مخامخ وو او دی چې، د افغانستان پولي زېرمې کنګل شوې دي، نړۍوالو مرستې بندې کړې دي او بانکي سیسټم هم ټکنی دی.

د امریکا د ولسمشر جوبایډن ادارې، د څه باندې نهه میلیارده ډالرو په ارزښت د افغانستان پولي زېرمې کنګل کړې دي چې له کبله د افغانستان بانکي سیسټم سخت ټکنی شوی دی.

د نړۍوال بانک د رپوټ پر بنسټ، په تېرو سلو ورځو کې افغانستان کې بېکاري له ۴۱ سلنې نه اوښتې ده.

د هېواد نامعلوم سیاسي برخلیک له کبله، په زرګونه خلک د بانکونو مخې ته راټول وي او خپلې پیسې اخلي، چې له کبله یې بانکونه د پانګې له کمي سره هم مخامخ شوي دي.

د پیسو نړۍوال صندوق هم ویلي، چې افغانستان سره د پور ورکوونکو اړیکه او د پیسو لېږد ځنډول شوی دی.

د پیسو نړۍوالو صندوق ویاند جري وایس ویلي: «وروسته له هغې چې اسلامي امارت کابل ونیو، افغانستان سره د پور ورکوونکو اړیکه او افغانستان ته د پیسو لېږد وځنډول شو، افغان بانکونو کې د نغدو پیسې کمی به د دې هېواد اقتصاد نور هم ټکنی کړي.»

امریکا هم د افغانستان میلیاردونو ډالرو زېرمو ته د اسلامي امارت لاسرسی بند کړی دی. د پیسو نړۍوال صندوق وايي، چې د روان ۲۰۲۱ میلادي کال د اپریل تر میاشتې، د افغانستان د پولي زېرمو ارزښت نژدې نهو میلیاردو ډالرو ته رسیدلی وو.

د پیسو نړۍوال صندوق چې کورونا سره مبارزې لپاره افغانستان ته د ۳۷۰ میلیونه ډالرو مرسته اعلان کړې وه، هغه یې هم ځنډولې ده.

د نړۍوال بانک ستر اقتصادپوه هنس ټیمر ویلي:«افغانستان کې اقتصادي وضعیت د نړۍوالو مرستو بندېدو له کبله سخت بحراني شوی - په ځانګړې توګه په تجارتي او مالي اړیکو کې ستونزې ډېرې شوې دي.»

د اسلامي امارت د تېرو سلو ورځو واکمنۍ کې، د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال پروګرام وویل، چې افغانستان کې له ۲۲ میلیونو نه زیات خلک له سختې لوږې سره مخامخ دي او د روان ۲۰۲۱ میلادي کال تر وروستیو پورې به، ۹۷ سلنه افغان وګړي په لوږه کې وي.

ملګرو ملتونو افغانستان سره بشري مرستو لپاره ځانګړې غونډه وکړه چې په‌کې د څه باندې یو میلیارد او دوه سوه میلیونه ډالرو مرستې ژمه وشوه.

د ملګرو ملتونو سرمُنشي انتونیو ګوتریش ویلي: «نن مو په څرګنده د څه باندې یو میلیارد ډالرو مرستې ژمنه وکړه. دا ناممکنه ده چې ووایو، له دې ژمنه شویو پیسو څومره به یې د بشري مرستو لپاره وي، خو په هر صورت دا زموږ ژمنه ښيي.»

له دې ټولو سره د اسلامي امارت د تېرو سلو ورځو واکمنۍ کې، د افغانیو ارزښت تر بل هر وخت راولوېد چې ورسره د مصرفوونکو موادو بیې هم وختلې.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه