Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

افغانستان لپاره د امریکا استازی طالبانو سره خبرو لپاره دوحې ته ځي

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډ پرایس پرون (سه‌شنبه د لیندۍ په دویمه نېټه) وویل، چې افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی توماس وېسټ به راتلونکې اوونۍ دوحې ته ولاړ شي او د دوو اوونیو لپاره به طالبانو سره خبرې کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډ پرایس ویلي:"هغوی به د افغانستان په هکله زموږ د مهمو ملي ګټو په هکله خبرې وکړي. ترهګرۍ سره مبارزه هم په‌کې راځي. د افغان او امریکایي وګړو خوندي وتل هم په‌کې شامل دي، چې موږ ورته ځانګړې ژمنتیا لرو، پر بشري مرستو او د افغانستان پر اقتصادي وضعیت به هم خبرې کېږي."

د روانې نومبر میاشتې په لومړیو کې افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس وېسټ، په پاکستان کې د تروېکا پلس یعنې د امریکا، روسیې، پاکستان او چین هېوادونو د استازو غونډه کې ګډون او خبرې وکړې.

د دغو هېوادونو استازو له طالب چارواکو سره په اسلام‌اباد کې و هم لیدل.

افغانستان لپاره د امریکا د ځانګړي استازي په توګه توماس وېسټ، د روانې میلادي میاشتې نومبر په اتمه اروپا او اسیا ته خپل لومړنی سفر وکړ.

وېسټ لومړی په بروکسل کې د امریکا اروپایي ملګرو هېوادونو استازو سره کتنه کې پر افغانستان خبرې وکړې.

توماس وېسټ د نومبر په ۱۲ مه اسلام‌اباد کې په تروېکا پلس غونډه کې ګډون هم کړی او بیا یې هند او روسیې ته هم سفرونه وکړل چې د دواړو هېوادونو له جګپوړو چارواکو سره یې پر افغانستان خبرې کړې وي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه