د اسلامي امارت چارواکي د افغانستان د بانکي سیسټم په هکله د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام د رپوټ په غبرګون ویلي، د هېواد د بانکوالۍ نظام سقوط نه کوي، بلکې دوی یې د ښه کولو لپاره په لا اغېزناکه تګلارو کار روان کړی دی.
د ملګرو ملتونو سازمان پراختیايي پروګرام په روانې اوونۍ کې په یوې رپوټ کې ګواښ کړی چې په افغانستان کې د بانکي نظام د له منځه تللو اقتصادي بیه او ټولنیزه اغېزه به یې زښته زیاته وي. دغه پرواګرم همدارنګه په دغه هېواد کې د بانکي او مالي نظام د پرځېدو د مخنیوي لپاره د ژر تر ژره اقداماتو غوښتونکی هم شوی دی.
اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي چې په هېواد کې د بانکونو له سقوط کېدو د مخینوي لپاره یې لازمې تابیاوې نیولې دي.
ښاغلي مجاهد زیاته کړه:«موږ ډاډ ورکوو چې د افغانستان بانکي نظام سقوط نه کوي، زموږ ملي پانګه راټوله شوې او ژغور کېږي.»
د سیاسي چارو ځينې شنونکي وايي، د بانکي سیستم له سقوط کېدو د مخینوي لپاره د افغانستان بانک باید سیاسي نه شي او په وینا یې په کې باید متخصص کسان وګومارل شي.
د اقتصادي چارو کارپوه طارق فرهادي په دې هکله وايي:«یو شمېر افغان مسلکي او متخصص کسان دې راولي چې د مرکزي بانک مسوول شي دا چې د بحث لپاره یو دلیل پيدا شي چې د افغانستان بانک د پیسو د تګ راتګ یو صندوق دی او سیاسي نه دی.»
بلخوا د اسیا د بشري حقونود څار بنسټ د عدالت غوښتنې د څانګې رییس جان سیفټون وايي چې افغانستان باید د بشرپاله مرستو او نغدو پیسو د لېږد لپاره حل لار وپلټل شي. د هغه په وینا، باید د افغانستان بانکونو ته اجازه ورکړل شي چې د نړۍ له بانکي نظامه استفاده وکړي.
نوموړي زیاته کړه:«اوسني محدودیتونه د توجیه وړ نه دي او باید حل شي. که چېرې ملګري ملتونه او هېوادونه اسلامي امارت په رسمیت نه پېژني، باید بدیله لار ولټول شي. هېوادونه باید د افغانستان خصوصي بانکونو ته اجازه ورکړي چې د نړۍ د بانکوالۍ له نظامه استفاده وکړي.»
له بل لوري د اقتصادي چارو یو شمېر شنونکي وايي، د دې لپاره چې، په افغانستان کې د بانکوالۍ سیستم رانسکور نه شي نړۍوال بانک ته په کار ده چې، د افغانستان له کنګل شویو پیسو یوه اندازه پیسې د افغانستان بانکونو ته په واک کې ورکړي.
د اقتصادي چارو کارپوه سید مسعود په دې هکله وویل:«د نړۍوال بانک او د ملګرو ملتونو سازمان او د پیسو د نړۍوال صندوق د استازو په موجودیت کې د افغانستان په بانکي سیسټم کې باید لږ تر لږه یو مېلیارد ډالره تزریق کړي چې په حقیقت، د بانکونو ټولې اړتیاوې ارزول کېږي او د هغه پر بنسټ پیسې ورکول کېږي. د پیسو دا ورکړه د افغانستان د اقتصاد شاه رګ رامنځته کوي او سوداګري حرکت کوي.»
دمګړۍ د هېواد بانکونه یوازې خلکو ته پیسې ورکوي او نور خدمات یې په ټپه درېدلي دي. د تېر حکومت له رانسکورېدو وروسته، خلک له بانکونو خپلې پیسې باسي او دې ته زړه نه ښه کوي چې، پیسې یې په بانکونو کې وي.
په دې اړه مو اندونه