د وزیرانو شورا د یوې نوې پرېکړې پر بنسټ، د پخواني حکومت له چارواکو څخه د پاتې موټرو او کورونو د ورګرځونې لپاره یو پلاوی ټاکلی دی.
د وزیرانو شورا د پرېکړې په بنسټ، د دې پلاوي مشري عبدالسلام حنفي ته ورکړل شوې چې په کمېټه کې ورسره د دفاع وزارت، کورنیو چارو وزارت، استخباراتو او ښاروالیو استازي شامل دي.
اسلامي امارت وايي، دا پلاوی به هغه موټر او کورونه له تثبیت وروسته بېرته خپلو مالکانو ته وسپاري چې د پخواني حکومت له چارواکو پاتې شوي دي.
د اسلامي امارت ویاند وايي چې دغه پلاوي لا تر اوسه خپلې چارې نه دي پیل کړي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد څرګنده کړه:«دغه کمېسیون د دغو چارو د چاڼ لپاره ګومارل شوی دی او ډېر ژر به خپل کار پيل کړي. هغه شکایتونه چې په کابل کې دي، هغې ته رسېدنه کېږي او د خلکو کورونه به بېرته خلکو ته وسپارل شي.»
د تېر حکومت له رانسکورېدو وروسته داسې راپورونه خپاره شول چې، ګنې په ځینو برخو کې د تېر حکومت د چارواکو کورونه او موټر د اسلامي امارت او یو شمېر نورو کسانو له لوري ضبط شوي دي.
د نظامي چارو یو شمېر شنونکي له دغې تازه پرېکړې هر کلی کوي.
د پوځي چارو شنوونکی صادق شینواری وايي:«دا یو ښه اقدام دی چې د جګپوړ او ټيټ پوړو کورونه او وسایط هغوی ته بېرته ورکړل شي.»
دوی باور لري چې، دغه چاره به د اعتماد جوړونې او ملت جوړونې په برخو کې ښه والی راولي او په هېواد کې به د امنیت د ښه والي لامل شي.
د پوځي چارو کارپوه حکمت الله حکمت هم څرګنده کړه:«اسلامي امارت باید خلکو ته خوندیتوب ورکړي، چې خلک ډاډ ترلاسه کړي چې په خپل هېواد کې د ژوند، کار او سیاسي او ټولنیز فعالیت حق لري.»
دا په داسې حال کې ده چې، اسلامي امارت تر دې مخکې هم په یوه ورته کړنې سره د لیکو د تصفیې کمېسیون جوړ کړ او دغه کمېسیون لا تر اوسه شاوخوا ۶۵۰ داسې کسان چې، د طالب له نامه یې ناوړه ګټه اخیسته له خپلو لیکو اېستلي او بندیان کړي دي.
په دې اړه مو اندونه