ملګرو ملتونو ویلي، چې افغانستان کې د کړکېچ مخنیوي لپاره د غوښتل شوې ۶۰۰ میلیونه ډالر مرسته راټوله شوې ده.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې ویاند وایي، چې دوی هڅه کوي دا مرسته، د حکومت له لاسوهنې پرته، نېغ په نېغه اړمنو افغانانو ته ورسوي.
د روان ۲۰۲۱ کال د سپټمر په ۱۳ مه د ملګرو ملتونو یوه غونډه کې افغانستان سره د ۶۰۶ میلیونه ډالرو مرسته اعلان شوه، چې اوس د ملګرو ملتونو په وینا دا مرسته راټوله شوې ده.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د څانګې ویاند وایي:"اوس ویلی شو، چې افغانستان سره عاجله بشري مرسته سل سلنه راټوله شوې او موږ کولی شو، چې دا مرستې ژر د مرستندوی بنسټونو له لارې د افغانستان خلکو ته ورسوو."
د ملګر و ملتونو په وینا، دا مرسته به په افغانستان کې ۱۱ میلیونه خلکو ته ورسېږي.
پر امریکا سربیره، اروپايي ټولنې، فرانسې، جاپان او جرمني هم دې مرسته کې خپله برخه پرې کړې ده.
اسلامي امارت وایي، چې دا مرسته د افغانستان د کنګل شویو پیسو ځای نهشي نیولی او امریکا باید د افغانستان کنګل کړې پولي زېرمه ژر تر ژره له کنګل نه وباسي.
په دې اړه مو اندونه