Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د اسلامي امارت او امریکا چارواکي سبا دوحه کې خبرو ته کېني

ټاکل شوې سبا د قطر په دوحه کې د اسلامي امارت او امریکا چارواکي بیاځلي خبرو ته کېني.

اسلامي امارت وایي، چې د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست امیرخان متقي په مشرۍ یو پلاوی پرون دوحې ته رسېدلی او په پام کې ده چې د اروپایي ټولنې له ځینو استازو سره وګوري.

د اسلامي امارت پلاوي کې، د روغتیا، پوهنې، مالیې، د افغانستان بانک او ملي امنیت ریاست چارواکي هم شامل دي.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند احمدالله وثیق ویلي:"باید له افغانانو سره د مانا لرونکو ډېپلوماټیکو اړیکو پیل وي او کومې ژمنې چې کېږي باید عملي شي."

په همدې حال کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د کابل او واشنګټن ترمنځ د خبرو په پیل ټینګار کوي او وایي چې نړۍواله ټولنه باید له طالبانو سره تعامل وکړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه‌محمود قریشي ویلي:"زموږ پیغام څرګند دی، تېروتنې باید تکرار نه‌شي او افغانان باید یوازې پرېنښودل شي. د افغانستان بشري او اقتصادي کړکېچ به پر نړۍ هم اغېز وکړي."

په ورته وخت کې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې راتلونکې اوونۍ د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان کې د ځينو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران پر افغانستان خبرې کوي.

د روسیې بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخاروا ویلي:"د ډیسمبر په دویمه نېټه، د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف په سویډن کې د امنیت او همکارۍ سازمان کې ګډون کوي او اجنډا کې یې افغانستان هم دی."

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه