Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

هېواد کې د بې کارۍ له زیاتوالي د هېوادوالو شکایت

د هېواد او په تېره بیا د کابل اوسېدونکي وروستیو میاشتو کې د بې کارۍ له زیاتېدو سر ټکوي او وايي چې اقتصادي ستونزې هغوی ورځ تر بلې له ننګونو سره مخ کوي.

دوی وايي چې ورځ تر بلې بې کاري زیاتېږي او دوی نه شي کولای چې حتی د خپلو کورونو د لومړنیو توکو د پيرلو لپاره پيسې پيدا کړي.

عبدالحمید د پروان ولایت اوسېدونکی دی او اوس اوس د یوې نمړۍ ډوډۍ د پیدا کولو لپاره په کابل کې لاس ګاډی چلوي.

هغه چې ۵۷ کلن دی، د یوې ۵ کسیزې کورنۍ ګټیالی دی له سهاره تر ماښامه یوې نمړۍ ډوډۍ پسې داسې سرګردانه دی.

کارګر عبدالحمید زیاتوي:«د یوه پراسټامول د پېرلو وس نه لرم. که چېرې خدای مه کړه د کورنۍ یو غړی مې ناروغ شي، له موږه ضایع کېږي، ځکه د دې وس نه لرم چې ډاکټر ته یې بوځم.»

د کابل یو زیات شمېر نور اوسېدونکي هم د عبدالحمید په څېر له اقتصادي ننګونو سره لاس او ګرېوان دي.

بل کارګر زمری هم وايي:«له اسلامي امارت زموږ غوښتنه دا ده چې ارزاني شي، کارو بار پيدا شي او خلکو ته معاش ورکړي.»     

خو له دې ټولو سره سره اسلامي امارت له نړۍوالې ټولنې غواړي چې، د بې کارۍ او بې وزلۍ پر وړاندې د مبارزې په برخه کې له دوی سره همکاري وکړي او د افغانستان شتمنۍ هم ازادې کړي.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال انعام الله سمنګانی څرګندوي:«اسلامي امارت هڅه کوي چې په هېواد کې اقتصادي څرخ په ښه ډول وڅرخي، او په دې لړ کې په لومړي ګام کې له نړۍوالې ټولنې غواړي له اسلامي امارت سره همغږې وي چې په امریکا فشار راوړي. همدارنګه په خپله امریکا باید موضوع درک کړي څو د افغانستان د خلکو او دولت کنګل شوې پیسې ازادې کړي.»

د رپوټونو پر بنسټ په پلازمېنه کې د بې کارۍ کچه لوړه شوې او د ډېریو کسانو ثابت عاید هم له لاسه وتلی دی. د اسلامي امارت مسوولینو ویلي، هڅې کوي چې، ژر تر ژره د هېواد په اقتصاد کې ښه والی راولي.

هېوادوال وايي چې ورځ تر بلې بې کاري زیاتېږي او دوی نه شي کولای چې حتی د خپلو کورونو د لومړنیو توکو د پيرلو لپاره پيسې پيدا کړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه