Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د افغانستان اقتصادي ناورین د مخنیوي لپاره د اروپايي ټولنې ټينګار

اروپايي ټولنه د اسیا او اروپا په دیارلسمه غونډه کې وايي که څه هم طالبان په رسمیت نه پېژني، خو په افغانستان کې باید د اقتصادي او ټولنیز ناورین مخه ونیول شي.

د اروپايي ټولنې مشره له افغانستان سره پر بشرپاله مرستو ټینګار کوي، خو وايي چې هغوی به د افغانستان اوسنی حکومت په رسمیت ونه پېژني.

د اورپايي تولنې مشره اورسلا فون درلاین وايي:«موږ باید د اقتصادي او ټولنیز پاشل والي نه چې دغه هېواد ورسره مخ دی باید مخنیوی وکړو. موږ اړتیا لرو چې د افغانستان د خلکو ترڅنګ ودرېږو. له همدې امله، موږ تېره میاشت د یو مېلیارد یورو کومکي کڅوړې چې درې سوه مېلیونه یې بشرپاله مرستې دي، افغانستان ته مو اعلان کړئ. اروپايي ټولنه به د سیمې له هېوادونو سره تعامل ته به دوام ورکړي.» 

دا په داسې حال کې دي اسلامي امارت وايي چې چې د ډيپلماټيکو اړیکو شتون د افغانستان مشروع حق دی او په هېواد کې د ستونزو د حل یوازینۍ حل لار د رامنځته شوي حکومت په رسمیت پېژندل دي.

د اسلامي امارت ویاند بلال کریمي څرګندوي:«یوازینۍ حل لار چې موږ د ننګونو حل ته رسوي، دا ده چې ښې اړیکې او د همکارۍ چاپېریال رامنځته شي.»

د دې ټولو سربېره، د سیاسي چارو کارپوهان په افغانستان کې د بد بشري وضعیت په هکله د اندېښنو په څرګندولو سره وايي که چېرې اسلامي امارت د نړۍوالې ټولنې وړاندییزونو ته پاملرنه ونه کړي، هېواد به له بد راتلوونکي سره مخ شي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره میاشت اروپايي ټولنې د یو مېلیارد یورو په ارزښت د افغانستان خلکو او د سیمې هېوادونو ته بشرپاله مرستې اعلان کړې؛ هغه مرستې چې تراوسه هېوادوالو ته د هغه د عملي کولو بهیر پیل شوی نه دی.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه