په قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر ویاند وايي چې په دوحه کې د اسلامي امارت او د اروپايي ټولنې د پلاویو ترمنځ خبرې اترې دومې ورځې ته وغځېدې.
محمد نعیم زیاتوي چې په دغو خبرو اترو کې د بېلابېلو مسایلو په هکله لکه سیاسي، اقتصادي او بشرپاله مرستو په هکله بحث او خبرې اترې شوي دي.
په قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم زیاتوي:«پرون د اروپايي ټولنې له پلاوي سره خبرې پېل شوې چې اوس هم دوام لري. په دغو خبرو کې پر سیاسي، اقتصادي او بشري مسایلو خبرې شوې دي.»
د سیاسي چارو شنونکی طارق فرهادي هم په دې هکله وايي:«له دې پرته چې اسلامي امارت په رسمیت وپېژني له طالبانو سره لیده کاته کوي ترڅو هغه لارې پیدا کړي چې له افغانستان سره بشري مرستې وشي.»
په قطر کې د اسلامي امارت د دفتر ویاند دغه راز وایي چې ټاکل شوې ده، په دوحه کې له امریکایي پلاوي سره خبرې د دوشنبې په ورځ پېل شي.
د نړۍوالو اړیکو شنونکي آصف مبلغ وویل:«د طالبانو اسلامي تحریک له نړۍ سره باید د ډيالوک له موکې تر حد اکثره ګټه واخلي، د دې لپاره چې افغانستان نن له ډېرو ستونزو سره مخ دی. که چېرې دا انزوا دوام پیدا کړي، په راتلوونکي کې کولای شي د ځينو ګډوډیو لامل شي.»
بل خوا د بهرنیو چارو وزارت ویاند په یوه ټویټ کې د قطر د بهرنیو چارو له وزیر سره د هېواد د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست د کتنې خبر ورکړی دی.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي لیکلي دي:«په دې ليدنه کې په دوه اړخيز روابطو، په افغانستان کې امنيت، تعليمي او بشري وضعیت او نور علاقې وړ موضوعاتو خبرې وشوې. د اسلامي اسلامي هيئت په ډاګه کړه چې اوس افغانستان کې امنيت ټينګ شوی، د ښې حکومت والۍ او تعليمي برخو کې د پام وړ پرمختګونه شوي دي.»
تر دې وړاندې کابل ویلي دي چې د دوحې د هوکړه لیک د پاتې برخو عملي کېدل، او د افغانستان د شتمنیو د زیرمو آزادېدل به د امریکا او اروپایي ټولنې له پلاوي سره د اسلامي امارت د پلاوي د خبرو محوري مسایل وي.
په دې اړه مو اندونه