Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د قطر مذاکرات؛اروپايي ټولنه دټولګډونه حکومت د جوړېدو غوښتونکې شوه

په قطر کې د اروپايي ټولنې د استازو او د اسلامي امارت د پلاوي ترمنځ په دوه ورځنۍ غونډه کې، د بېلابېلو مسایلو په هکله له هغې ډلې د امنیت، له ترهګرۍ سره د مبارزې، بشري حقونو، د پراخ بنسټه حکومت او د بشرپاله مرستو په هکله بحث او خبرې اترې وشوې.

اروپايي ټولنې په یوې خبرپاڼه کې د اسلامي امارت له چارواکو سره د اروپایي ټولنې د استازو د دوه ورځنیو خبرو جزییات خپاره کړل، د اروپايي ټولنې د خبرپاڼې له مخې، په دغو خبرو کې د بهرنیو وګړو او هغو افغان وګړو پر خوندي وتلو هم خبرې شوې دي چې غواړي افغانستان پرېږدي.

 د اسلامي امارت پلاوي ویلي دي چې په دې برخه کې پر خپلو ژمنو عمل کوي. د اروپايي ټولنې په وینا اسلامي امارت په هېواد کې د هوایي ډګرونو د فعال ساتلو او عملیاتي چارو لپاره له دغې ټولنې نه د مرستې غوښتنه کړې ده.

د اروپايي ټولنې د خبرپاڼې یوې برخه کې راغلي دي:«اروپایي ټولنې له لنډمهالي حکومت نه غوښتې دي چې د داسې ټول ګډونه حکومت د جوړېدو لپاره چې د قومي، سیاسي او مذهبي تنوع ښودونکی وي او ښځې او سړي په کې په لوړو څوکیو کې کار وکړي، چټک معنی داره او ملموس ګامونه واخلي څو د یوې ملي پخلاینې لار هواره شي.»

اروپايي ټولنې ویلي دي چې له اسلامي امارت سره خبرې د نوي حکومت د په رسميت پېژندلو په معنی نه دي، بلکې د بشردوستانه مرستو دوام او تعامل یوه اړتیا ده. د بهرنیو چارو وزارت ویاند هم په یوه ټویټ کې ویلي دی چې د اسلامي امارت پلاوي د اروپايي ټولنې استازو ته ویلي دي چې د فشاراچولو پر ځای د همکارۍ لار غوره کړي.

بل خوا په قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر ویاند هم ویلي دي چې د دوشنبې او سه شنبې په ورځو به دوحه د اسلامي امارت له استازو سره د امریکایي چارواکو د خبرو کوربنه وي.

بل خوا د افغانستان لپاره د برېټانیا شازدافر په دوحه کې د اسلامي امارت له پلاوي سره کتلي دي. د بهرنیو چارو وزارت ویاند وایي چې په دغو خبرو کې پر بشري، اقتصادي او امنیتي وضعیت خبرې شوې دي.
 
د اسلامي امارت استازو ویلي دي چې د ښځو د حقونو په ګډون د بشري حقونو او بنسټيزو ازادیو او د بیان ازادۍ ته ژمن دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه