Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

هېوادوال د پاسپورټ د وېش د چارو د بیا پیل غوښتونکي دي

له کابو ۱۲ ورځو وروسته، لا هم په پلازمېنه کې د پاسپورټ د وېش بهیر په ټپه درېدلی دی، خو په اولسو ولایتونو کې دا بهیر دوام لري.

ځینې کسان چې د پاسپورټ د ترلاسه کولو لپاره د پاسپورټ ریاست ته مراجعه کوي، وايي د دې سربېره چې ناروغ لري، خو ورځې کېږي د پاسپورټ په ترلاسه کولو بریالي شوي نه دي.

دوی د پاسپورټ له ریاسته غواړي چې په پلازمېنه کې د پاسپورټ د وېش بهیر له سره پیل کړي او د خلکو ستونزو ته رسېدنه وکړي.

محمد آصف په  اصل کې د هرات اوسېدونکی دی او اته کاله کېږي چې په پلازمېنه کې ژوند کوي.

دی وایي چې اوه کلنه لور یې درې میاشتې وړاندې په یوې ټرافیکې پېښه کې سخته ټپې شوه او ډاکټرانو ترې غوښتې دي چې د درملنې لپاره یې بهر ته بوځي.

دی وایي سره له دې چې یوه اوونۍ کېږي، د پاسپورټ د اخیستو لپاره پاسپورټ ریاست ته راځي، خو تر اوسه د پاسپورټ پر اخیستو نه دی بریالی شوی.
 
نوموړی وايي:«یوه اوونۍ کېږي چې ځم او راځم. هېڅ اقدام نه کوي او نه وايي چې کار دې کېږي او کنه. وایم چې ناروغ لرم، وايي نه تر هغې چې د پاسپورټ ریاست پرانیستل نه شي اجازه نه لرئ چې راشئ.»

بل خوا یو شمېر نور کسان چې د پاسپورټ ریاست مخې ته راټول شوي او ناروغان لري، له بېلابېلو ولایتونو د پاسپورټ د اخیستو لپاره پلازمېنې ته راغلي دي.
                    
د پاسپورټ غوښتونکي الله داد وویل:«هره ورځ موږ ځو او راځو. څوک زموږ پوښتنه نه کوي، یوازې همدا کار پاتې دی چې بایومېټریک شوو، له هغې وروسته موږ خپل پاسپورټ اخلو.»

خو د پاسپورټ ریاست مسوولان وایي چې د پاسپورټونو د وېش بهیر د بهرنیو ځواکونو له لوري د بایومېټریک د ډيټا سنټر د ويجاړېدو له امله درېدلی دی.
مسوولان دغه راز له هغو خلکو چې له ولایتونو مرکز ته راځي، غواړي چې په خپلو ولایتونو کې د پاسپورټ د اخیستو لپاره مراجعه وکړي.

د پاسپورټ د عمومي رییس مرستیال عبدالخالق محمدي په دې هکله وايي:«زما هیله دا ده زموږ دغه وروڼه چې د هر ولایت دي خپلو ولایتونو ته د هېواد هغو اولسو ولایتونو ته او ګاونډیو ولایتونو ته چې خدمات لري ولاړ شي. دوی کولای شي چې له هغه ځایه پاسپورټ ترلاسه کړي.»

نوموړی زیاتوي:«مخکې هم د رسنیو له لارې د افغانستان خلکو ته وویل شوي وو چې د کورنیو چارو وزارت د بایومېټریک ډيټاسنټر چې دننه په وزارت کې دی د بهرنیانو له خوا زیانمن شوی و او ستونزې لري او بیا هم د افغانستان خلکو ته ژمنه کوو چې ان شاالله ګومارل شوې ډله به یوې مثبتې پایلې ته ورسېږي.»

له کابل پرته د هغو ولایتونو شمېر چې د پاسپورټ د وېش بهیر په کې پېل شوی دی، اولسو ته رسېږي. خو څرګنده نه ده چې دغه بهیر به  په کابل کې کله بېرته پېل شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه