Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

بلخ ولایت کې د هوايي ځواکونو له خوا د پوځي تمرینات ترسراوی

د اسلامي امارت له رامنځته کېدو وروسته، د لومړي ځل لپاره نن دوشنبې (د لیندۍ په ۸مه) هوايي ځواکونو په بلخ ولایت کې د جنګي چورلکو له الوت سره پوځي تمرینات او خپله وړتیا یې نندارې ته وړاندې کړه.

د هوايي ځواک عمومي قومندان له هغو پيلوټانو څخه چې د مخکنیي حکومت له پرځېدو وروسته بهر ته تللي دي غواړي چې بېرته هېواد ته راستانه شي.

د مخکیني حکومت له پرځېدو وروسته، د هوايي ځواک ځينو پیلوټانو هېواد پرېښود او بهر ته ولاړل.

د هېواد د هوایي ځواکونو عمومي قومندان امان‌الدین منصور وايي که چېرې دغه پیلوټان هېواد ته راستانه شي، بېرته به په هوايي ځواک کې جذب او د هغوی له تجربې به کار واخیستل شي.

نوموړی زیاتوي:«په نږدې ورځو کې به له ټولو هوايي ډګرونو معلومات واخلو چې څومره فعالې او غیرفعالې چورلکې لرو او څومره پیلوټان لرو، چې خدمت ته چمتو دي او څومره یې نشته. هغه کسان چې بهر ته تللي هڅه کوو چې له هغوی غوښتنه وشي چې بېرته هېواد ته راستانه شي او د خپلو هېوادوالو په خدمت کې وي.»

په دغې پوځي تمریناتو کې د ام اي ۱۷ او ام ډي ۷۵۵ چورلکې د اسلامي امارت د ځواکونو له لوري والوزول شوې. په بلخ کې د هوایي ځواکونو په ترکیب کې د هوایي ځواکونو یو شمېر پخواني افسران او سرتېري هم شامل دي.

د هېواد په شمال کې د پوځي هوایي ډګر یو چارواکی سیدمحمد احمدزی وايي:«ټول هوايي پرسونل په هر ډول شرایطو، په هر ډول هوايي حالت کې د تیارسی په حال کې خپلې الوتنې ته دوام ورکوي او له ناچیزو امکاناتو سره خپلې الوتکې یې فعالې ساتلې دي او له موږ سره ډېر نږدې همکاران دي.»

د هوایي ځواکونو افسر محمداکرام  ستانکزی څرګندوي:«هغه امکانات چې مخکې دلته وو او اوس هم زموږ ټول کارکوونکي همدلته موجود دي. زموږ انجینران تخینکي ستونزې حل کوي او دلته د هېواد د ابادۍ او ساتنې لپاره کار کوي.»

په دې لړ کې د الفتح قول اردو قومندان وایي چې په بلخ کې هوایي ځواکونه له جنګي وړتیاوو برخمن دي او د اړتیا پر مهال به له هغوی نه د ترهګرو د ځپلو په برخه کې کار واخیستل شي.

د الفتح قول اردو قومندان عطاء‌الله عمري وویل:«د بلخ ولایت هوايي ځواک چمتو دی چې د خپلو خلکو خدمت ته ورسېږي. که چېرې د افغانستان له هرې څنډې او ګوښې څخه زموږ پر ضد مقابله وشي، چمتو یوو چې مجاهدین هلته ولېږدوو.»

دغه ځواکونه د یوې مانورې پرمهال په داسې حال کې خپلې وړتیاوې نندارې ته وړاندې کوي چې درې ورځې وړاندې د دفاع وزارت سرپرست په کابل د هوایي ځواکونو له افسرانو سره په یوې غونډه کې وویل چې د داسې هوایي ځواک جوړولو ته ژمن دی چې په نورو هېوادونو پورې تړلی نه وي.

د هوایي ځواکونو چارواکي وایي چې مسلکي ځواکونه ته اړتیا لري او له هغوی غواړي چې په ډاډه زړه هېواد ته راستانه شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه