Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ایکو سرمشریزه د افغانستان له حضور پرته جوړه شوه

د اقتصادي همکاریو د سازمان ۱۵ مه سرمشریزه تېره ورځ په ترکمنستان کې د افغانستان له حضور پرته جوړه شوه.

د دغې غونډې ګډونوالو د افغانستان اوسنی وضعیت اندېښمنوونکی ګڼي او په افغانستان کې د دایمي سولې غوښتونکي دي.

د ترکيې ولسمشر رجب طیب اردغان په یاده سرمشریزه کې په افغانستان کې د بشري ناورین په اړه اندېښنه ښودلي او خبرداری يې ورکړ چې د افغانستان اقتصادي سقوط ښايي د کډوالو د ډله ییزې وتلو لامل شي چې ټوله سیمه به اغېزمنه کړي.

د ترکيې ولسمشر رجب طیب اردغان وايي:«په افغانستان کې په سم لاسي توګه د تلپاتې سولې او ثبات رامنځته کول مهم دي ځکه دا هېواد له ستر بشري او اقتصادي کړکېچ سره مخ دی. دا زموږ ګډه هیله او هدف دی چې د هغه ځای د ادارې پوهاوی دومره پراخ شي چې د ټولو برخو اړتیاوو ته ځواب ووایي. موږ د هغو هڅو ملاتړ کوو چې هدف‌ یې د روغتیا او پوهنې په څېر د دولت د اساسي تشکیلاتو خوندي ساتل دي.»

خو په یاده سرمشریزه کې د افغانستان ګډون څومره مهم وو؟

د پوهنتون استاد  خدایار سعید په دې هکله څرګندوي:«د ایکو په غونډه کې د افغانستان نه ګډون، فکر کوم چې ناوړه اقتصادي وضعیت ته په پام سره، کولای شي چې د حکومت او خلکو لپاره ناسمې پایلې ولري.» 

بل خوا ډېری کسان چي په دې وروستیو کې له اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان دي له نړۍوالو غواړي کوي چې په افغانستان کې د بشري ناورین د مخنیوي په موخه ورسره بیړنۍ بشري مرستې وشي.

د کابل اوسېدونکي عبدالقادر وویل:«دم ګړۍ موږ له داسې وضعیت سره مخامخ یوو که چېرې د غرمې ډوډۍ پیدا کړو، د شپې ډوډۍ نه لرو، او که د شپې پیدا کړو، د سهار لپاره یې نه لرو.»

د ترکيې ولسمشر په داسې حال کي په افغانستان کې د بشري ناورین په اړه خبرداری ورکړی چې د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې د افغانستان له نیمايي ډېر وګړي یعنې شااوخوا ۲۰ مېلیونه کسان له لوږې سره مخ دي. دغه سازمان ټينګار کړی دی چې باید ژر ترژر  د اړمنو افغانانو لاسنیوی دې وشي.
 
سږکال د اقتصادي همکاریو سازمان په ۱۵مه سرمشریزه کې چې په ترکمنستان کې جوړه شوې وه د افغاسنتان په استازیتوب هېچا ګډون ونه کړ.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه