Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

'د ترهګرۍ مخنیوی افغانستان کې زموږ د شل کلن حضور لاسته راوړنه ده'

د ناټو سرمنشي وايي، په تېرو شلو کلونو کې یې د سازمان لویه لاسته راوړنه دا وه چې له افغانستانه یې پر متحدانو د ترهګرو د بریدونو مخه نیولې ده.

د ناټو سازمان د بهرنیو چارو وزیران د سه شنبې او چهارشنبې په ورځو د لیټني په پلازمېنه ریګا ښار کې پر نورو مسایلو سربېره د افغانستان په تړاو خبرې وکړې.

د ناټو سرمنشي د دې غونډې په لومړۍ ورځ ویلي چې د ناټو شل کلن ماموریت له لاسته روړانو سره مل و.

ینس سټولټنبرک د ترهګرو پر امن پناه ځای د افغانستان د بدلېدو مخنیوی او دغه راز د ناټو پر متحدانو د بریدونو مخنیوی په افغانستان کې د دغه سازمان له لاسته راوړنو ګڼي.

ښاغلی سټولټنبرګ زیاتوي:«موږ د افغانستان په تړاو هم خبرې لرلې، موږ اړتیا لرو چې د هغو درسونو په تړاو چې په افغانستان کې مو زده کړل خبرې وکړو، یعنې دا چې موږ څه ترلاسه کړل. شل کاله مو د افغانستان له خاورې د ناټو پر متحدانو د برید مخه ونیوله او د ترهګرو پر امن پناه ځای مو د افغانستان د بدلېدو مخنیوی وکړ.»

خو کابل د ناټو د سرمنشي د دغو خبرو په غبرګون کې وایي چې د افغانستان شل کلنې جګړې هېڅ لوري ته کومه ګټه نه ده کړې.         

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي وايي:«په تېره شل کلنه جګړه کې په هېواد کې ډېر کسان شهیدان شول او هغوی هم بشري زیان درلود.»

بلخوا د سیاسي چارو شوونکي هم بېلابېل نظرونه لري.

د سیاسي چارو شنونکی جاوېد سنګدل په دې هکله څرګندوي:«ناټو او متحدان یې په افغانستان کې ډېرې تېروتنې کړې دي او نن د دې اندېښنه لري چې د سیمې زبر ځواکي هېوادونه په افغانستان کې حضور پیدا نه کړي، له همدې امله بېلابېلې غونډې جوړوي ترڅو خپلو غړو ته قناعت ورکړي او یو نوی میکانیزم په ګوته کړي چې د افغانستان راتلوونکي حکومت سره همکار وي.»

د ناټو سرمشني د دې غونډې له پېلېدو مخکې واک ته د طالبانو رسېدل د خواشینۍ وړ بللي او ویلي یې دي چې په افغانستان کې به د دغه سازمان شل کلن ماموریت وارزوي.
 
په همدې حال کې د افغانستان حکومت وايي، په افغانستان کې تېرې شل کلنې جګړې د خلکو له وژنې پرته بل هيڅ لاسته راوړنه نه لرله.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه