Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

متقي په دوحه کې د ۱۶ هېوادونو له استازو سره ولیدل

د بهرنیو چارو وزارت د امیرخان متقي په مشرۍ د اسلامي امارت پلاوي، نن (چهارشنبې د لیندۍ په ۱۰مه) په دوحه کې د نړۍ د ۱۶ هېوادونو له استازو سره ولیدل.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په خپل ټوېټر پاڼه لیکلي دي چې په دغې لیدنه کې ګډونوالو د امنیتي، بشري، اقتصادي، سیاسي او روغتیايي مسایلو په هکله بحث او خبرې اترې کړې دي.

هغه وايي:«په ناسته کې ټولو خواوو په امنيتي او سياسي حالاتو کې د پرمختګونو ستاينه وکړه، وويل شول چې افغانستان سره بايد بشري او صحي مرستې وشي او همدارنګ مشکلاتو ته د همکاريو له لاري لاسرسی وشي.» 

د هغه په وینا د اسلامي امارت پلاوي ژمنه کړې ده چې د افغانستان خلکو ته د مرستې په رسولو کې له دغو هېوادونو او مرستندویه سازمانونو سره به همکاري وکړي.

امیرخان متقي په دغې لیدنه کې د نړۍ له هېوادونو غوښتل چې په کابل کې خپل سفارتونه بېرته پرانیزي.

په دغې ناسته کې آلمان، کاناډا، فنلنډ، نیوزیلنډ، سوېلي کوریا، د اروپايي ټولنې کمېشنر، اسپانیا، امریکا، ناروې، سویډن، اسټرالیا، انګلستان او جاپان استازو ګډون کړی وو.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه