Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

افغانستان ته د ۲۸۰ میلیونه ډالرو پر انتقال د نړیوال بانک سلا کیدل

د نړيوال بانک اداري پلاوي د يوې غونډې په ترڅ کې افغانستان ته د  کنګل شویو ۲.۸۰ ميليونه امريکايي ډالرو پر لیږد سلا شوی.  رویټرز خبري اژانس د باخبرو سرچینو په حواله ویلي چې نړیوال بانک له بشري ناورین سره د مقابلې لپاره افغانستان ته د ۲۸۰ میلیونه کنګل شویو ډالرو د انتقال منظوري ورکړې ده.

دغه پیسې به د افغانستان د بیارغونې له صندوق څخه د خوړو نړیوال پروګرام او د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق ته و لېږل شي. سرچينې زياته کړې، چې د افغانستان د بيارغونې د  صندوق ٣١ تمويلوونکي  هیوادونه بايد د نړيوال بانک له دغې پرېکړې ملاتړ وکړي. متحده ایالات د دې صندوق ترټولو لوی تمویل کونکی دی.

د نړیوال بانک یوه ویاند وایي چې د نړیوال بانک بورډ د دې لیږد په اړه بحث کړی او تمه کیږي چې د افغانستان د بیارغونې د صندوق تمویلوونکي  د جمعې په ورځ یو له بل سره و ویني. دا مهال د افغانستان د بیارغونې په صندوق کې یو عشاریه پنځه ملیارده ډالر شته. نړیوال بانک د سه شنبې په ورځ په یوه غیر رسمي غونډه کې وویل غواړي له دې صندوق څخه افغانستان ته شاوخوا ۵۰۰ میلیونه ډالره انتقال کړي. خو اوس نړیوال بانک ویلي چې بورډ یې د ۲۸۰ میلیونه ډالرو د انتقال ملاتړ کوي. سپینې ماڼۍ او د امریکا د خزانې وزارت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

اقتصاد پوهان وايي دغه پیسې د افغانستان د اوسنیو ستونزو په حل کې اغېزمنې دي. خو تر اوسه د دغو مرستو د لېږد څرنګوالی افغانستان ته ندی معلوم، د دې ویره هم شته چې هغه مالي ادارې چې د دغو پیسو په لېږد کې شاملې دي، د امریکا د متحده ایالاتو د تحریم له خطر سره مخ شې.

په ورته وخت کې د خوړو نړیوال پروګرام وړاندوینه کوي چې د ۲۰۲۲ کال تر نیمایي پورې به بې وزلي تقریباً ټول شموله شي، چې د افغانستان د ۳۹ میلیونه وګړو ۹۰  سلنه به اغیزمن کړي.

د دغه پروګرام په وینا دا مهال په افغانستان کې ۲۲.۸ میلیونه وګړي د خوراکي توکو له اړخه له سختو ستونزو سره مخ دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه