Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د افغانستان اقتصادي وضعیت د خرابېدو په هکله د سره صلیب اندېښنه

د سره صلیب په وینا، څومره چې د هیواد اقتصادي بحران ډیرېږي، نورو هیوادونو ته د مهاجرینو په لړۍ که به ډېروالی راشي.

د سره صلیب نړیواله کمېټه په افغانستان کې د مخ په زیاتیدونکي اقتصادي بحران په اړه اندېښمنه ​​ده او وايي چې افغانستان له سخت اقتصادي ګواښ سره مخ دی.

د سره صلیب په وینا، څومره چې په هیواد کې اقتصادي بحران ژوریږي، نورو هیوادونو ته د مهاجرت څپې ډیرېږي.

په افغانستان کې د سره صلیب د پلاوي مشر الووي فیلیون له طلوع نیوز سره په مرکه کې ویلي چې په افغانستان کې اقتصادي بحران نور هم د خرابېدو په حال کې دی.

هغه وويل: "ډېر خطر شته چې وضعه به نوره هم خرابه شي، ځکه چې اقتصادي بحران مخ په خرابېدو دی." څومره چې په افغانستان کې اقتصادي کړکېچ ژورېږي، دا خطر شته چې لا ډېر افغانان له دې هېواده ووځي او په بل هېواد کې د ښې راتلونکې په لټه کې شي. "د سره صليب نړيواله کميټه د افغانستان له خلکو سره مرسته کوي، خو څرنګه چې اقتصادي ننګونې زياتيږي، دا مرستې بسنه نه کوي."

د هغه په ​​وينا، سور صليب په داسې طرحه کار کوي، چې د افغانستان خلکو ته به ډیر خدمتونه وړاندې کړي.

ښاغلي فیلیون وویل، "مونږ پلان لرو چې د افغانستان خلکو ته د بشري خدمتونو د وړاندې کولو لپاره خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړو".

په ورته وخت کې په هرات کې د بې وزلۍ له امله د سړکونو پر سر یو شمېر بې کوره کورنۍ د مرستو غوښتنه کوي.

یوې بې ځایه شوې میرمنې رحیمې وویل، "موږ د لوږې او وچکالۍ له امله له بل ځای څخه بې ځایه شوي یو. موږ د نورو سیمو څخه دلته د دې لپاره راغلي یو چې سرپناه و مومو، ژوند و کړو او مرسته را سره وشي."

یوې بلې میرمنې جمیلې وویل، "موږ ټوله شپه د یخنۍ، لوږې او د هغه څه له کبله ژاړو چې په مونږ باندې را غلي دي".

د سره صلیب نړیواله کمېټه له تېرو ۴۰ کلونو راهیسې په افغانستان کې کار کوي او دا مهال یې په ټول افغانستان کې شاوخوا ۱۸۰۰ کسان په کار بوخت دي.

د سره صلیب په وینا، څومره چې په هېواد کې اقتصادي بحران ژوریږي، نورو هیوادونو ته د مهاجرت څپې ډېرېږي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه