Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

تمویلونکي به په یوې اوونۍ کې د۲۸۰مېلیونو ډالرو په اړه پرېکړه وکړي

د افغانستان د بیارغونې صندوق تمویلونکو هوکړه کړې ده چې افغانستان ته د ۲۸۰ مېلیون ډالري مرستې د لېږد په هکله به د یوې اوونۍ په لړ کې پرېکړه وکړي.

د رویټزر خبري اژانس د نړۍوال بانک د ویاند له خولې ویلي دي چې د افغانستان د بیارغونې صندوق د جمعې په ورځ سره لیدلي دي. که څه هم هغه په دې هکله ډېر جزییات وړاندې نه کړل، خو وايي چې هغوی به د دغو پیسو د لېږد په هکله د ډسمبر تر لسمې پرېکړه وکړي.

نړۍوال بانک تېره اوونۍ د افغانستان د بیارغونې صندوق تمویلوونکو ته د ۲۸۰مېلیون ډالرو د ازادولو وړاندیز کړی و. دا پیسې د ۱.۵ مېلیارد ډالرو برخه ده چې د اسلامي امارت له راتګ وروسته په نړۍوال بانک کې کنګل شوې دي.

نړۍوال بانک همدارنګه په پام کې لري چې د نغدو پیسو دغه کڅوړه د خوړو نړۍوال سازمان او همدارنګه له ماشومانو د ملګرو ملتونو سازمان د ملاتړ صندوق تمویل کړي.

د امریکا متحده ایالاتو د خزانه دارۍ وزارت په دې هکله څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې بشري بنسټونه او سازمانونه تل په افغانستان کې له بدې اقتصادي او بشري وضعیته اندېښنه ښودلې ده. 

نړۍوال بانک تېره اوونۍ د افغانستان د بیارغونې صندوق تمویلوونکو ته د ۲۸۰مېلیون ډالرو د ازادولو وړاندیز کړی و.

Thumbnail

د افغانستان د بیارغونې صندوق تمویلونکو هوکړه کړې ده چې افغانستان ته د ۲۸۰ مېلیون ډالري مرستې د لېږد په هکله به د یوې اوونۍ په لړ کې پرېکړه وکړي.

د رویټزر خبري اژانس د نړۍوال بانک د ویاند له خولې ویلي دي چې د افغانستان د بیارغونې صندوق د جمعې په ورځ سره لیدلي دي. که څه هم هغه په دې هکله ډېر جزییات وړاندې نه کړل، خو وايي چې هغوی به د دغو پیسو د لېږد په هکله د ډسمبر تر لسمې پرېکړه وکړي.

نړۍوال بانک تېره اوونۍ د افغانستان د بیارغونې صندوق تمویلوونکو ته د ۲۸۰مېلیون ډالرو د ازادولو وړاندیز کړی و. دا پیسې د ۱.۵ مېلیارد ډالرو برخه ده چې د اسلامي امارت له راتګ وروسته په نړۍوال بانک کې کنګل شوې دي.

نړۍوال بانک همدارنګه په پام کې لري چې د نغدو پیسو دغه کڅوړه د خوړو نړۍوال سازمان او همدارنګه له ماشومانو د ملګرو ملتونو سازمان د ملاتړ صندوق تمویل کړي.

د امریکا متحده ایالاتو د خزانه دارۍ وزارت په دې هکله څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې بشري بنسټونه او سازمانونه تل په افغانستان کې له بدې اقتصادي او بشري وضعیته اندېښنه ښودلې ده. 

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه