Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

دملا هبت الله له حکمه د ټوماس هرکلی او د لا زیاتو اقداماتو غوښتنه

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس ویست د ښځو د حقونو په اړه د طالبانو د مشر ملا هیبت الله د حکم هرکلی کړی دی.

تېره ورځ ملا هبت الله اخندزاده د ښځو د حقونو په اړه فرمان صادر کړ چې تر ډېره د ښځو د ودونو، د واده پر مهال د ښځو پر رضایت او اړوندو مسایلو ټینګار کوي.

توماس وست په یوه تویت کې ویلي: "دا یو ښه اقدام دی، خو بسنه نه کوي زه د ښځو د حقونو په اړه د دغه فرمان هرکلی کوم چې له چا سره واده وکړي."

وست زیاته کړه چې ښځې ډیر حقونه لري او باید ټولو ته لاس رسی ولري. هغه وويل، ښځې بايد د ټولنيز ژوند په ټولو برخو کې ونډه واخلي.

هغه زیاته کړه، "ډیر کار ته اړتیا ده ترڅو ډاډ ترلاسه شي چې د افغاني ټولنې په ټولو برخو کې د ښځو حقونو ته درناوی کیږي چې په هغه کې د کار، زده کړې، سیاست او په رسنیو کې د کار کولو حقونه شامل دي."

بل خوا د ښځو د حقونو یو شمېر فعالان د دې پرېکړې هرکلی کوي، خو وايي کافي نه ده. د دوی په وینا، د ښځو د زده کړو، کار او په ټولنه کې د هغوی د فعال حضور د حقونو په برخه کې باید پرمختګ وشي.

د ښځو د حقونو فعاله، محبوبه سراج وايي، دغه فرمان یو لوی بدلون دی او د هغې پلي کېدل ډېرې ستونزې حلولای شي.

اغلې سراج وویل، "دا یو مهم او لوی ګام دی، که عملي شي په حقیقت کې دا لومړی ځل دی چې دوی دا ډول حکم صادره وي."

په امریکا کې د افغانستان پخوانۍ سفیره رویا رحماني دغه اقدام یو مهم ګام ګڼي او پر ورته اقداماتو ټینګار کوي.

رحماني وویل، "که عملی شي، دا به یو لوی کار وي".

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه