Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ښځو د حقونو مدافعانې په ټولنیز - سیاسي برخو کې د ښځو ګډون غواړي

د ښځو د حقونو ځينې مدافعانې د ښځو د حقونو په هکله د اسلامي امارت د مشر د فرمان په غبرګون کې، له نړۍوالې ټولنې په ځانګړې توګه له امریکې غواړي چې پر اسلامي امارت فشار راوړي چې په نوي حکومت کې ښځو ته د کار، زده کړو او په سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو برخو کې د ګډون ورکړي.

په کابل کې یو شمېر مېرمنې د ښځو په تړاو د اسلامي امارت د مشر د فرمان په غبرګون کې په یوې اعتراضیه غونډه کې وايي چې په دغه فرمان کې د ښځو د کار او زده کړو د حق په تړاو څه نه دي ویل شوي. دوی له نړۍوالې ټولنې غواړي چې په افغانستان کې د ښځو حقونو ته په جدي توګه پاملرنه وکړي.
 
د ښځو د حقونو فعاله صابره اکبري وايي:«ډېری ښځې د کور ګټیالۍ وې او د خپلو کورنیو سرپرستي یې کوله، حکومت اوس هغوی ته هېڅ پروګرام نه لري او د زده کوونکو او زده کړیالانو نجونو برخلیک نامعلوم دی.»

مدني فعاله فریده هم څرګندوي:«د سیاسي، ټولنیز او اقتصادي ګډون حق، د افغانستان د ټولو ښځو حق دی او باید ورته ورکړل شي، که چېرې ښځو ته دا حق ورنه کړل شي، حکومت نیمګړی دی.»

دغه مېرمنې وایي هغه څه چې په دغه فرمان کې راغلي دي، د ښځو د اساسي حقونو د خوندیتوب ښکارندویي نه کوي او ټینګار کوي چې اسلامي امارت دې د ټول ګډونه حکومت د جوړېدو لپاره ښځو ته هم په حکومتي جوړښت کې ونډه ورکړي.
  
د ښځو د حقونو فعاله مدینه وايي:«د ملګرو ملتونو سازمان څوکۍ لپاره د طالبانو د استازي نه منل د دې لامل شوي دي چې هغوی د خلکو سترګو ته خاورې پاشي، ځکه له څلورو میاشتو عدالت غوښتنې وروسته طالبانو هېڅ غبرګون ونه ښود، خو اوس یې دا فرمان صادر کړی دی.»

بل خوا دوی په یوه اعلامیه کې د نړۍ له هېوادونو په تېره بیا امریکا غواړي چې د اسلامي امارت پر مشرانو د فشار په راوستلو سره اسلامي امارت دې ته قانع کړي چې په افغانستان کې د ښځو حقونه تامین کړي.
  
شاعره او لیکواله هدا خموش په دې هکله څرګندوي:«د طالبانو د مشر له نوي فرمانه داسې ښکاري، هغوی هغه څه چې د ښځو په هکله یې فکر کوي د کور له چوکاټه بهر نه دی او د هغوی بنسټيز حقونه یې په پام کې نه دي نیولي.»

دا په داسې حال کې ده چې د اسلامي امارت مشر په یوه  تازه فرمان کې د ښځو په تړاو ویلي چې ښځه مال نه بلکې آزاده او اصیله انسان ده او هېڅوک یې په بدو کې د ورکولو حق نه لري.

دغه مېرمنې وايي هغه څه چې د طالبانو د مشر ملاهبت الله اخندزاده په فرمان کې راغلي، د ښځو د بنسټيزو حقونو د تامین ښکارندویي نه کوي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه