Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

آل ثاني: نړۍواله ټولنه د افغانستان په هکله روښانه سیاست نه لري

د قطر د بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمان آل ثاني وايي چې نړۍواله ټولنه او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په افغانستان کې له  انساني ناورین سره د مبارزې او له اوسني حکومت سره د تفاهم د څرنګوالي په هکله روښانه سیاست نه لري.
 
نوموړي دغه څرګندونې د مدیترانې په اوومه آنلاین غونډه کې وکړې. عبدالرحمان آل ثاني چې د هېواد اوسنی وضعیت د اندېښنې وړ بولي، ټینګار کوي چې بشري مرستې باید سیاسي نه شي.

ښاغلي آل ثاني وویل:«موږ وینو چې هېڅ داسې روښانه سټراټېژي چې د نړۍوالې ټولنې له لوري او یا د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له لوري جوړه شوې وي نشته، نه د بشرپالنې له پلوه نه له اقتصادي پلوه او نه هم له سیاسي او امنیتي پلوه. موږ ټول باید دې پوهاوي ته ورسېږو چې له افغانستان سره مرسته او بشري ملاتړ باید سیاسي نه شي او په هېڅ سیاسي پرمختګ پورې ونه تړل شي. دا مناسبه نه ده چې د طالبانو په خاطر د افغانستان خلک وکړول شي.»

د قطر دغه جګپوړی چارواکی د هېواد د پیسو کنګل پاتې کېدل د افغانستان او نړۍ د هېوادونو لپاره خطرناک ګڼي او په دې باور دی چې د افغانستان د پیسو د زیرمو کنګل کېدل د اقتصادي کړکېچ او د ترهګرو ډلو له لوري د جنګیالیو د جلب او جذب لامل کېږي.
 
د قطر د بهرنیو چارو وزیر عبدالرحمان آل ثاني زیاته کړه:«اقتصادي بندیزونه شته او د افغانستان پیسې کنګل شوې دي. د کابل اوسني چارواکي د پیسو د ورکړې او د خپلو خلکو د مرستې وس نه لري او دا د اقتصادي ناورین د ترهګرو ډلو له لوري د جنګیالیو د جلب او جذب او د افغانستان له خاورې د هغوی د ګټې اخیستنې لامل کېدلای شي. موږ له نړۍوالې ټولنې غواړو چې دا مسله د کابل د سقوط له پایلو پرته په پام کې ونیسي او د افغانستان له خلکو سره مرسته وکړي.»

اسلامي امارت هېواد د پیسو د زیرمو د آزادېدو غوښتنه کوي. خو کابل د نورو هېوادونو پر وړاندې د افغانستان له خاوري د ګټې اخیستنې احتمال ناسم ګڼي.
 
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال احمد الله وثیق وايي:«له نړۍوالې ټولنې زموږ تمه دا ده چې د افغانستان پیسې چې د افغانستان د خلکو حق دی او نه یوازې په دې برخه کې بلکې په بېلابېلو برخو کې له افغانستان سره دې مرسته وکړي ځکه چې څلوېښت کاله په جګړه کې دی. او ملاتړ او همکارۍ ته اړتیا لري.»

د نړۍوالو اړیکو شنونکی صمد کارمند په دې هکله وویل:«د نړۍوالې ټولنې، اروپايي هېوادونو او د هغو هېوادونو چې د افغانستان ملاتړ یې کړی دی دنده دا ده چې په اوسني وضعیت کې افغانستان یوازې پرې نه ږدي او باید افغانستان له دغه بنسټيز اقتصادي ستونزې وژغوري، سیاسي لوبې باید د دې زمینه برابره نه کړي چې خلک او یو هېواد قرباني شي.»

دا په داسې حال کې ده چې هېڅ یوه هېواد تر اوسه اسلامي امارت په رسمیت نه دی پېژندلی او د افغانستان څه باندې نهه مېلیارد ډالره په نړۍوالو بانکونو کې کنګل شوي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه