Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

چارواکي: سبا په ۱۴ ولایتونو کې د پاسپورټ د وېش بهیر پیلېږي

د پاسپورټ عمومي ریاست نن یکشنبې (د لیندۍ په ۱۴مه) اعلان وکړ چې سبا (دوشنبې) د هېواد په ۱۴ ولایتونو کې د پاسپورټونو د وېش بهیر به پيل شي.

د پاسپورټ عمومي رییس عالم ګل حقاني په کابل کې یوې خبري ناستې ته په وینا کې وویل چې په دغو ۱۴ ولایتونو کې د پاسپورټ د ادارو له پرانیستې سره به د هېواد په اتلسو ولایتونو کې د پاسپورټ د وېش بهیر د هېواد ۳۲ ولایتونو ته پراختیا ومومي.
  
کابل او هلمند هغه ولایتونه دي چې په هغو کې د پاسپورټ د وېش بهیر درېدلی وی.

له دې وروسته به د هغه ولایت اوسېدونکو ته چي د هر ولایت تذکري ولري هماغلته به د پاسپورټ د تر لاسه کولو لپاره مراجعه کوي.

د پاسپورټ عمومي رییس مولوي عالم ګل حقاني وویل:«هرڅوک له هغه ولایته چې تذکره لري، کولای شي خپل ولایت ته مراجعه وکړي او پاسپورټ واخلي. هغوی ته په مرکز کې پاسپورټ نه ورکول کېږي.»

همدارنګه د پاسپورټ رییس وايي، په نږدې ورځو کې به په پلازمېنه کې د پاسپورټ ریاست د تخنیکي وسایلو ستونزه حل شي او دلته به هم د پاسپورټ د وېش بهیر پیل کړي.

نوموړي زیاته کړه:«ډېری هغه وسایل چې ورته اړتیا وه چمتو کړي مو دي، پېرل شوي دي او په څو راتلوونکو ورځو کې به راورسېږي او په مرکز کې به هم د پاسپورټ د وېش بهیر پیل کړو.»

خو یو شمېر هېوادوال وايي د پاسپورټ ریاست باید د هغه کسانو لپاره د پاسپورټ د وېش لپاره منظمه تګلاره جوړه کړي کوم چې ناروغان لري او د درملني په موخه بل هېواد ته د پاسپورټ د تر لاسه کولو لپاره بیړنۍ اړتیا لري.

د کابل اوسېدونکی سیف الله احمدزی په دې هکله وايي:«هغه تسهیلات چې له دې مخکې د پاسپورټ په ریاست کې و، تراوسه داسلامي امارت له لوري وړاندې شوي نه دي او خلک شپې په تمه پاتې کېږي چې پاسپورټ واخلي.»

حشمت منګل هم څرګندوي:«زما پاسپورټ تمدید ته اړتیا لري، داسې کسان هم شته چې نوی پاسپورټ اخلي او ناروغ دي، د پاسپورټ کارونه نه اجرا کېږي.»

د پاسپورټ ریاست د معلوماتو له مخي تر دې مهاله يې په هیواد کې ۱۲۵۰۰۰ جلده پاسپورټونه وېشلي دي.

د هېواد په ۱۴ ولایتونو کې د پاسپورټ د وېش بهیر له پېلېدو سره، له دوو ولایتونو پرته د هېواد په ټولو ولایتونو کې د پاسپورټ د وېش بهیر پيلېږي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه