Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

چارواکي: لاهم کابل کې په زرګونه په کور دننه بې ځایه شوي حضور لري

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي چې لا هم په کابل کې په زرګونه په کور دننه بې ځایه شوي سرپناه او بنسټيزو انسان پاله بیړنیو مرستو ته اړتیا لري.

دغه چارواکي وايي چې دغه وزارت تراوسه په کور دننه څلور زره بې ځایه شوې کورنۍ خپلو ولایتونو ته لېږدولي دي.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت مرستیال محمد ارسلاح خروتی وايي:«دا مرستې بسندویه نه دي، په افغانستان کې د خلکو ستونزې زیاتې دي او باید ورته بشپړه پاملرنه وشي. هغه ژمنې چې د نړۍوالې ټولنې له خوا شوې دي تر ډېره بریده عملي نه دي او افغانستان ته نه دي رسېدلي.»

ورته مهال په کور دننه بې ځایه شوي له دې چې ستونزو ته یې په لازمه توګه رسېدنه نه ده شوې، شکایت کوي او وايي چې سرپناه ته جدي اړتیا لري.
 
۵۰ کلن طاوس اصلي د هلمند ولایت اوسېدونکی دی. هغه د اسلامي امارت او د تېر حکومت تر منځ د جګړې له امله د کابل قمبر څلور لارې ته پناه راوړې ده. دغه کس د یوې ۲۰ کسیزې کورنۍ سرپرستي پر غاړه لري چې، ۲ ښځې او ۱۸ ماشومان لري.

طاوس زیاتوي:«ژمی رارسېدلی دی، په کور کې ډوډۍ نه لرو. زموږ ستونزې زښته زیاتې دي.»

د طاوس خان لومړۍ مېرمن شاه بي بي له اتو بچیانو سره په ډېر بد اقتصادي وضعیت کې شپې او ورځې تېروي. دوی چې، د خوړو لپاره څه نه لري وايي، لا تراوسه یې لاسنیوی نه دی شوی.

هغې زیاته کړه:«موږ له هلمنده راغلي یوو او بې ځایه شوي یوو، وږي او تږي یوو. هېڅ هم نه لرو.»

د اقتصادي چارو شنونکي پر دې باور دي چې، د افغانستان د اقتصادي وضعیت له پاشل کېدو د مخنیوي او د هغې د ښه والي لپاره دغه هېواد د نړۍوالو اوږدمهاله مالي مرستو ته اړتیا لري.

د اقتصادي چارو شنونکی ایرج فقیري څرګندوي:«باید اغېزمنې مرستې وشي، د کاري چاپېریال رامنځته کولو ته اړتیا ده، لکه د بې ځایه شویو کسانو په اصلي ولایتونو کې د اوږد مهالي اقتصادي پروژو رامنځته کول.»

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر په یوه تازه راپور کې راغلي چې، د روان زیږدیز کال له پیله تر اوسه څه باندې ۱۰۰ زره کسان د بېلابېلو لاملونو له مخې د خپلو مینو پرېښودو ته اړ شوي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه