Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

چارواکي: هغه کسان چې له عمومي بښنې سرغړونه وکړي، سزا به ورکړل شي

د بهرنیو چارو وزارت د تېر حکومت د ځينو پوځيانو د صحرايي محکمو په اړه د بشري حقونو د څار بنسټ د موندنو په غبرګون کې وايي، د اسلامي امارت هر غړی چې د عمومي عفوې له فرمان څخه سرغړونه وکړي، مجازات به شي.

د دغه وزارت ویاند په یوه ټویټ کې لیکلي دي چې د اسلامي امارت ځواکونه عمومي بښنې ته ژمن دي او د پخواني حکومت کارکوونکي د پخوانیو مخالفتونو له امله ځورول کېږي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي وویل:«په هغه صورت کې چې د اسلامي امارت هر غړی د عفوې له فرمانه سرغړونه وکړي، له هغه سره به قانوني چلن وشي او مجازات به شي. پېښې په جدي توګه تر څار لاندې نیسو، خو له ثبوت پرته شایعات د اعتبار وړ نه دي.»

د بهرنیو چارو وزارت په داسې حال کې د پېښو له څېړنې خبر ورکوي چې تېره ورځ د پخواني حکومت د لسګونه نظامیانو د وژل کېدو د ادعا په تړاو د بشري حقونو د څاربنسټ د رپوټ له خپرېدو وروسته،د امریکا متحده ایالتونو، بریتانیا، او فرانسې په ګډون شاوخوا شلو هېوادونو غبرګون وښود او په دې تړاو یې د بېړنیو څېړنو غوښتنه وکړه.
            
د بهرنیو چارو وزارت د سټراټېژيکو اړیکو د مرکز رییس ولي الله شاهین وايي:«له عمومي بښنې وروسته چې د اسلامي امارت له لوري اعلان شوې ده، هېچا څوک یې تعقیب، ځورول او ربړولی نه شي. د اسلامي امارت پالیسۍ واضح او څرګندې دي.»

بل خوا د صفوفو د تصفیې کمېسیون رییس په داسې حال کې چې د مخکیني حکومت د ځينو نظامیانو وژل کېدل جرم ګڼي، خو ټينګار کوي چې تر اوسه په دې تړاو هېڅ پېښه نه ده ثبت شوې.

د صفوفو د تصفیې د کمېسیون رییس لطف الله حکیمي څرګندوي:«په دې هکله موږ ته هېڅ رپوټ او شکایت نه دی رارسېدلی چې د افغانستان د اسلامي امارت ځواکونو له هغه چا سره چې له مخکینۍ ادارې سره و، لاسوهنه کړي وي یا هغوی یې ځورولي وي.»

د بشري حقونو د څاربنسټ ویلي دي چې د مخکني حکومت د نظامیانو ادعا د عمومي بښنې له فرمان سره په ټکر کې ده او ددغو پېښو د عاملانو پر مجازتو ټينګار کوي.
 
د سیاسي چارو شنونکی احمدخان اندړ وویل:«هیله لرو چې اسلامي امارت عمومي عفوه په دقیقه توګه تعقیب کړي او تطبیق کړي.»

هڅه مو وکړه چې د مخکیني حکومت د یو شمېر وژل شویو نظامیانو له کورنیو سره خبرې وکړو، خو هغوی په بیلابیلو دلایلو خبرو ته حاضر نه شول.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه