Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ملالې، بلېنکن ته د نجونو د زده کړو په هکله د فروتن پیغام ورساوه

پاکستانۍ فعالې ملالې یوسفزۍ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن ته د هرات د نجونو د زده کړې په اړه د آغلې فروتن پیغام وسپاره.

ملالې پرون د بلینکن او يو شمېر نورو امريکايي چارواکو سره په ليدنه کې بلینکن ته د آغلې فروتن ليک وسپاره او د دغه لیک يوه برخه يې د امريکايي چارواکو په وړاندې ولوسته. ملالې له بلینکن څخه وغوښتل چې دا پیغام ولسمشر بایډن ته ورسوي.

فروتن په خپل لیک کې ویلي، څومره چې ښوونځي او پوهنتونونه د نجونو پر مخ تړل کېږي، هومره هیلې او امیدونه له منځه ځي.

هغه پر بلینکن او ولسمشر بایډن غږ وکړ چې په افغانستان کې د نجونو له زده کړې ملاتړ وکړي.

د آغلې فروتن په لیک کې راغلي: "څومره چې ښوونځي او پوهنتونونه د نجونو پر مخ تړل کیږي، په همغه کچه به د راتلونکي لپاره زموږ هیلې له منځه ولاړې شي. د نجونو زده کړه د سولې او ثبات لپاره یوه پیاوړې وسیله ده. که نجونې زده کړې ونه کړي، افغانستان به له ستونزو سره مخ شي. د یوې نجلۍ او انسان په توګه زه باید پوهه شم چې زه حق لرم. ښځې او نجونې حق لري. د افغانستان خلک حق لري چې په سوله کې ژوند وکړي، ښوونځی ته لاړ شي او لوبې وکړي."

آغلې ستوده په دې وروستیو کې د فایننشل ټایمز مجلې لخوا د ۲۰۲۱ کال د ۲۵ ترټولو اغیزمنو میرمنو په نوم لړ کې شامله شوه. ټایمز له هغه وروسته ستوده په لیست کې شامله کړه چې نوموړې د هرات په ولایت کې د یوې ناستې په ترڅ کې په هیواد کې د نجونو د ښوونځیو په تړلو نیوکه وکړه او د اسلامي امارت چارواکي یې وهڅول چې د نجونو ښوونځي بیرته پرانیزي.

ملالې له بلینکن سره په لیدنه کې د افغان نجونو په زده کړو ټینګار وکړ او وویل افغانستان د نړۍ یوازینی هیواد دی چې نجونې پکې ښوونځی ته نه شي تلای.

ملالې وویل، "تاسو وویل چې موږ دلته د نجونو په زده کړه کې د برابرۍ خبره کوو، خو موږ پوهیږو چې افغانستان اوس یوازینی هیواد دی چې نجونې تر اووم ټولګي لوړو زده کړو ته لاسرسی نه لري. دوی له زده کړو منع شوې دي".

خو د تېر حکومت له نسکورېدو راوروسته د کابل په ګډون د افغانستان په ډېرو ولایتونو کې د نجونو ښوونځي له اووم ټولګې نه پورته تړل شوي دي.

ستوده فروتن وايي، څومره چې نجونې له زده کړو بې برخې کېږي، هغومره هیلې او ارمانونه له منځه ځي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه