بي بي سي د ۲۰۲۱ کال د ۱۰۰ ډېرو اغېزمنو او الهام بخښونکو ښځو نوملړ اعلان کړ. په دغه لیست کې د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه اغېزمنې او الهام بخښونکو مېرمنې شاملې دي.
د دغه نوملړ له مخې د لومړي ځل لپاره د دغو اغېزمنو مېرمنو نیمايي افغان مېرمنې دي، چې د نړۍ له ډېرو اغېزمنو او الهام بخښونکو کسانو په ډله کې دي.
د دغه نوملړ له مخې له ۱۰۰ ښځو څخه ۵۰ یې د افغانستان دي چې په بېلابېلو برخو کې یې کار کړی دی.
بي بي سي راپور ورکوي چې یو شمېر افغان مېرمنو د امنیتي دلایلو له امله مستعار نوم کارولی او د خپلو عکسونو له خپرولو یې ډډه کړې ده.
له بلې خوا په دې نوملړ کې د نوبل د سولې تر ټولو کم عمره جایزې ګټونکې ملاله یوسفزۍ، د ساموا لومړۍ ښځینه وزیره فیام نومي مطافه، د واکسین د اعتماد د پروګرام مشره پروفیسور هایدی جی لارسن او الیف شفق و چیماماندا ادیچی انګزي د نړۍ تر ټولو غوره لیکواله شاملې دي..
بي بي سي وايي، په افغانستان کې له وروستیو بدلونونو سره د میلیونونو خلکو په تېره بیا د ښځو ژوند بدل شوی دی. د نجونو لپاره د زده کړو نشتوالی، د ښځو چارو وزارت تړل او د ښځو بې روزګاري هغه مسایل دي چې بي بي سي ورته اشاره کړې ده.
په دې اړه مو اندونه