Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

پر ټول ګډونه حکومت او له ترهګرۍ پر مبارزې د هند او روسیې ټينګار

د روسیې ولسمشر او د هند لومړي وزیر پر یوه ټول ګډونه حکومت او همدارنګه د افغانستان له خاورې د ترهګرو د پټن ځای په توګه پر نه کارېدنې ټينګار کوي.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین چې هند ته یې سفر کړی دی، د هند له لومړي وزیر سره په کتنه کې د افغانستان په تړاو هم خبرې کړې دي.

دواړو لوریو د ترهګرۍ پر مسلې او د ترهګرو د امن پناه ځای په توګه د افغانستان له خاورې پر نه کار اخیستو خبرې وکړې.
           
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وايي:«موږ د پلان شویو جرمونو او مخدره توکو پرمخنیوي او له ترهګرۍ سره پر مبارزې فکر کوو. په دې برخه کې د افغانستان اوسنی وضعیت موږ اندېښمن وي.»
 
د هند لومړی وزیر نرېندرا مودي هم څرګندوي:«موږ له روسیې سره د سیمه ییز ماموریت په ګډون د افغانستان د بېلابېلو مسایلو په هکله په تماس کې یوو.»

بل خوا د هند د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویلي دي چې د روسیې او هند مشرانو د یوه پراخ بنسټه حکومت پر جوړېدو او افغانستان ته د بشردوستانه مرستو پر رسولو ټینګار کړی دی.

خو اسلامي امارت په ځلونو ویلي دي، چې افغانستان به هېڅکله د ترهګرو په امن پناه ځای بدل نه شي او دغه راز به د افغانستان له خاورې د هېڅ هېواد پر وړاندې کار وانه خیستل شي.
         
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال احمدالله وثیق وویل:«زموږ حکومت ټول ګډونه دی. زموږ په حکومت کې هغه کسان دي چې په ټولو ژبو پورې تړاو لري. پښتانه، تاجیک، هزاره، ازبیک، ترکمن او نورستاني او نور دي.»

بل خوا د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر له خپل قطري سیال سره په یوې ګډه خبري غونډه کې له طالبانو سره د نړۍوالې ټولنې پر تعامل ټینګار کړی او ویلي یې دي چې د افغانستان خلک بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.
    
د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو څرګندوي:«د افغانستان خلک د نړۍوالې ټولنې بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري. نړۍ دې سیاسي انګېزې یوې خواته پرېږدي او د افغانستان خلکو ته دې مرستې ورسوي. په دې برخه کې د قطر او ترکیې ګامونه باید د نورو هېوادونو لپاره یوه بېلګه وي.»

د قطر د بهرنیو چارو وزیر هم په دې غونډه کې ویلي دي چې دوحه به له افغانستان سره خپلو بشري او اقتصادي مرستو ته دوام ورکړي.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر له خپل قطري سیال سره په یوې ګډه خبري غونډه کې له طالبانو سره د نړۍوالې ټولنې پر تعامل ټینګار کړی او ویلي یې دي چې د افغانستان خلک بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

تصویر بندانگشتی

د روسیې ولسمشر او د هند لومړي وزیر پر یوه ټول ګډونه حکومت او همدارنګه د افغانستان له خاورې د ترهګرو د پټن ځای په توګه پر نه کارېدنې ټينګار کوي.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین چې هند ته یې سفر کړی دی، د هند له لومړي وزیر سره په کتنه کې د افغانستان په تړاو هم خبرې کړې دي.

دواړو لوریو د ترهګرۍ پر مسلې او د ترهګرو د امن پناه ځای په توګه د افغانستان له خاورې پر نه کار اخیستو خبرې وکړې.
           
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وايي:«موږ د پلان شویو جرمونو او مخدره توکو پرمخنیوي او له ترهګرۍ سره پر مبارزې فکر کوو. په دې برخه کې د افغانستان اوسنی وضعیت موږ اندېښمن وي.»
 
د هند لومړی وزیر نرېندرا مودي هم څرګندوي:«موږ له روسیې سره د سیمه ییز ماموریت په ګډون د افغانستان د بېلابېلو مسایلو په هکله په تماس کې یوو.»

بل خوا د هند د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویلي دي چې د روسیې او هند مشرانو د یوه پراخ بنسټه حکومت پر جوړېدو او افغانستان ته د بشردوستانه مرستو پر رسولو ټینګار کړی دی.

خو اسلامي امارت په ځلونو ویلي دي، چې افغانستان به هېڅکله د ترهګرو په امن پناه ځای بدل نه شي او دغه راز به د افغانستان له خاورې د هېڅ هېواد پر وړاندې کار وانه خیستل شي.
         
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال احمدالله وثیق وویل:«زموږ حکومت ټول ګډونه دی. زموږ په حکومت کې هغه کسان دي چې په ټولو ژبو پورې تړاو لري. پښتانه، تاجیک، هزاره، ازبیک، ترکمن او نورستاني او نور دي.»

بل خوا د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر له خپل قطري سیال سره په یوې ګډه خبري غونډه کې له طالبانو سره د نړۍوالې ټولنې پر تعامل ټینګار کړی او ویلي یې دي چې د افغانستان خلک بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.
    
د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو څرګندوي:«د افغانستان خلک د نړۍوالې ټولنې بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري. نړۍ دې سیاسي انګېزې یوې خواته پرېږدي او د افغانستان خلکو ته دې مرستې ورسوي. په دې برخه کې د قطر او ترکیې ګامونه باید د نورو هېوادونو لپاره یوه بېلګه وي.»

د قطر د بهرنیو چارو وزیر هم په دې غونډه کې ویلي دي چې دوحه به له افغانستان سره خپلو بشري او اقتصادي مرستو ته دوام ورکړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه