Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

یونېسف د ماشومانو لپاره د دوه مېلیارد ډالرو غوښتنه وکړه

یونیسف وايي، د لوږې بحران او د کورنیو اقتصادي کړکېچ په افغانستان کې د میلیونونو ماشومانو ژوند له ګواښ سره مخ کړی.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) په افغانستان کې د ماشومانو د ستونزو د هواري لپاره د دوه مېلیارد ډالرو مرستې غوښتنه کړې ده.

د یونیسف په وینا، دا پیسې به په افغانستان کې د ۲۴ میلیونو خلکو بیړنۍ اړتیاوې پوره کړي، چې نیمایي یې ماشومان دي.

یونیسف په افغانستان کې د ناوړه بشري وضعیت په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره وايي، د ژمي په را رسېدو سره ماشومان له جدي ننګونو سره مخ دي.

یونیسف وايي، تر ۲۰۲۲ کال پورې به په هرو دوو ماشومانو کې یو له پنځو کلونو کم عمره له سختې خوارځواکۍ سره مخ شي.

د افغانستان لپاره د یونیسف رئیس وایي، "په افغانستان کې بشري وضعیت ډیر خراب دی، په ځانګړې توګه د ماشومانو لپاره. لکه څنګه چې ژمی رانژدې کیږي، یونیسف او د هغې همکاران به ونه شي کولای چې اړمنو ماشومانو او د هغوی کورنیو ته له نورو مرستو پرته پاملرنه وکړي."

یونیسف وايي، د وضعیت په خرابېدو سره د روغتیا، پوهنې او نورو لومړنیو خدمتونو سیستمونه له ستونزو سره مخ دي.

له بلې خوا د ملګرو ملتونو د ماشومانو صندوق وايي، د یو شمېر ناروغیو خپرېدل په ځانګړې توګه شري، پولیو او اسهال د ماشومانو ژوند ګواښي. روغتیايي خدمتونو ته نه لاس رسی او د خوراکي توکو کمښت هغه نورې ننګونې دي چې ماشومان ورسره مخامخ دي.

په افغانستان کې د یونیسف استازې وویل، "د کورنیو د کافي خوراکي توکو نشتوالي په میلیونونو ماشومان د لوږې له خطر سره مخامخ کړي دي".

یونیسف وايي د ماشومانو د ستونزو د حل لپاره دوه میلیارده ډالرو ته اړتیا لري.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه