Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

نیویورکر مجلي د تېر حکومت د پرځېدو لاملونه څېړلي

نیویورکر مجلې د سولې مذاکراتو د ماتې لاملونه او د افغانستان د مخکیني حکومت د پرځېدو لاملونه څېړلي دي.

د دغې مجلې د رپوټ په یوې برخه کې د امریکايي چارواکو له خولې لیکل شوي دي چې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیل زاد هغې هوکړې ته لېواله و چې د هغه په پایله کې یې هر څه طالبانو ته ورکول.

دغه رپوټ کې همدارنګه راغلي دي چې د تېر حکومت له سقوط مخکې، مخکیني ولسمشر له طالبانو سره د مقابلې لپاره د امریکا له ولسمشر جو بایډن څخه پوځي مرسته غوښتې وه، خو بایډن د هغه د غوښتنې په ځواب کې مبهم ځواب ورکړی و.

رپوټ کې راغلي:«غني د ځانګړو نظامي مرستو غوښتنه وکړه. آیا امریکا کولی شي نورې چورلکې ورکړي؟ آیا د امریکا متحدین به د افغانستان له پوځه لوجستیکي ملاتړ ته دوام ورکړي؟ په غونډه کې د شته افغان چارواکو په وینا، د بایډن ځوابونه ګونک وو.»
 
د افغانستان تېر دولت د سقوط کېدو په تړاو د نیویورکر مجلې په ۲۳ مخونو کې رپوټ لیکلی او خپور کړی دی.

د دغه رپوټ له مخې، له طالبانو سره د خبرو لومړنۍ هڅه په ۲۰۱۰ کال کې پیل شوه؛ خو کله چې، طالبانو د حامد کرزي له دولت سره له خبرو انکار وکړ؛ نو دغه خبرې له ماتې سره مخ شوې.

له طالبانو سره د سولې د هوکړې لپاره هڅې بیا د ډانلډ ټرمپ د ولسمشرۍ پر مهال ګړندۍ شوې؛ د نیویورکر د رپوټ پر بنسټ، ټرمپ هغه کس و چې، غوښتل یې طالبانو ته پیسې ورکړي؛ څو سولې ته غاړه کېږدي.

د دغه رپوټ په یوې برخه کې راغلي دي:«ټرمپ له خلیل زاده وپوښتل چې، آیا کولی شي طالبانو ته د همکارۍ لپاره څه ورکړ شي؟ مثلاً پیسې.»

خلیلزاد ځواب ورکړ: نه. «هغوی د ترهګرو په نوملړ کې دي. موږ نه شو کولی هغو ته پیسې ورکړو.»

یوه امریکايي چارواکي دغې مجلې ته ویلي چې، خلیلزاد د داسې یوې هوکړې غوښتونکی و چې، په پایله کې یې ټول شیان طالبانو ته ورکړ شي.

د نیویورکر مجلې د رپوټ یوه برخه:«د سمندري ځواکونو قومندان اندرو وال دا وايي چې، خلیلزاد په ښکار د یوې معاملې غوښتونکی و او داسې ښکارېده چې، غواړي کابو ټول شیان طالبانو ته ورکړي. مشخص نه وو چې، آیا موږ کومه واقعي سره کرښه لرو که نه؟»

دغه رپوټ همداراز کاږي چې، حمد الله محب د اګست پر ۱۴مه د سپینې ماڼۍ له یوه چارواکي سره اړیکه نیسي او له هغه غواړي چې، د سولې خبرو د ماتېدو پر مهال هغه او محمد اشرف غني د تخلیې په بهیر کې ونیسي؛ خو د دغې مجلې په وینا، هغه له سپینې ماڼۍ روښانه ځواب نه ترلاسه کوي. 

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه