Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

په کابل کې د هوا ککړتیا ډېرېدو ښاریان اندېښمن کړي

هېوادوال په کابل ښار کې د ککړې هوا ډېرېدو اندېښمن کړي او وايي، د هرې ورځې په تېرېدو سره د دې ښار هوا لا ډېره ککړېږي چې له کبله یې ناروغۍ او د سالنډۍ ستونزې هم زیاتې شوې دي.

بل‌خوا د اسلامي امارت د کابینې له اعلانېدو څلور میاشتې په تېرېدو دي، خو تر دې مهاله د چاپېریال ساتنې ملي اداره بې برخلیکه ده، اما چارواکي ژمنه کوي چې ډېر ژر به دې ادارې ته یو مسوول وټاکي.

کابل، هغه ښار چې بې وزلي او غربت په‌کې ډېر شوی؛ ښاریان یې اړ دي چې له لوګیو لرونکو سون توکو کار واخلي چې دا چاره د هوا ککړتیا او سالنډۍ ناروغیو سبب ګرځي.

د کابل ښار اوسېدونکی نورګل په دې اړه وايي: «د کابل هوا د اندېښنې وړ او ګواښوونکې ده چې بېلابلې ناروغې رامنځ‌ته کوي.»

ډاکتران هم د دې ستونزې پخلی کوي چې په دې ورځو کې د سالنډۍ ناروغۍ ډېره شوې ده او تر څنګ یې د پلازمېنې د هوا ککړتیا کچې لوړوالی د اندېښنې وړ بولي.

ډاکټر تمکین ایوبي امان په دې اړه وايي: «په ټوله کې د هوا ککړتیا له کبله د ناروغیو کچه په لوړېدو ده.»

د کابل ښاروالۍ مرستیال هم د دې ښار د هوا ککړتیا د اندېښنې وړ بولي او زیاتوي، د هوا ککړتیا کموالي برنامو پلي کول د خلکو له همکارۍ پرته ناشونې چاره ده.

د کابل ښاروالۍ ریاست مرستیال حمدالله نعماني وايي: «موږ خپلې هڅې کړي، سمه ده چې دا د ښاروالۍ دنده ده، خو له خلکو هم غوښتنه کوو چې مرسته وکړي، ځکه چې د ټولو ژوند په خطر کې دی.»

خو په اوسنیو حساسو حالاتو کې د چاپېریال ساتنې ملي اداره له تېرو نږدې څلورو میاشتو راهیسې هېڅ سرپرست نه‌لري.

د ښاریانو او کارخونو له لوري د لرګیو، ډبرو سکرو او ان پلاسټیکو سوځولو تر څنګ، کابل ښار ته څېرمه د خښتو په بټیو کې د زړو ټایرونو سوځول، هغه لاملونه دي چې په کابل ښار کې یې هوا ککړه کړې ده.

د چاپېریال ساتنې کارپوهان خبرداری ورکوي چې که د هوا ککړتیا همداسې دوام پیدا کړي مرګونې پایلې به ولري.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه