نن سې شنبې (د لیندۍ ۲۳مه) د کابل ښار د اتمې حوزې په اړوند سیمه کې چاودنې یو تن ووژاه او دوه تنه نور یې ټپيان کړل.
د کورنیو چارو وزارت واي چې دغه چاودنه د کابل ښار د اتمې حوزې په اړوند د لوګر د ټانګ تېل په سیمه کې رامنځته شوې ده.
د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال انجنیر عازم وايي چې دغه پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې د سړک غاړې ته یو مقناطیسي ماین چاودنه وکړه.
د هغه په وینا، په دغې چاودنه کې یو ولسي وګړی وژل شوی او د اسلامي امارت دوه پوځيان ټپيان شوي دي.
په دې اړه مو اندونه