د کندهار ولایت ځايي چارواکي وايي چې د اسلامي امارت مشر د دغه ولایت د ځايي چارواکو په منځ کې راڅرګند شو.
د کندهار د اطلاعتو او فرهنګ رییس حافظ نور احمد سعید وايي، چې د اسلامي امارت مشر مولوي هبت الله اخوند د سه شنبي په ورځ د کندهار د ولایت په ودانۍ کې د حج او اوقافو د وزیر په ملګرتیا د یاد ولایت له والي او د دولتي ادارو له رییسانو سره ناسته وکړه.
حافظ نور احمد سعید زیاتوي چې د امارت مشر په یاده ناسته کې د دولتي ادارو ټولو مسوولینو ته له ولس سره د ښه سلوک، په خپل منځ کي د همعږۍ او په ادارو کې د وړ کسانو د ګومارلو سپارښتنې کړې دي.
نوموړي زیاته کړه:«د سې شنبې په ورځ شیخ صاحب د کندهار ولایت مقام ته راغی او له ټولو رییسانو سره یې ولیدل، وعظ او نصیحت یې وکړ او په څو برخو کې یې د کندهار له چارواکو سره یې خبرې وکړې.»
باور دا دی چې د مولوي هبت الله له لورې د کارونو د ښه والي او د اسلامي امارت د غړو تر منځ د همغږۍ سپارښتنې به د اسلامي امارت پر دولتي چارو مثبتي اغېزې ولري.
بلخوا د اسلامي امارت د ویاند مرستیال وايي، د دوی مشر په کندهار کې اوسېږي، او ښایي یو وخت په رسنیو کې هم را څرګند شي.
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي زیاتوي:«تاسې ښايي یوه ورځ د امارت مشر په رسنیو کې هم ووینئ.»
په افغانستان کي د اسلامي امارت له واکمنۍ را وروسته دا دویم ځل دی چې په عام محضر کې د مولوي هبت الله اخوند د راڅرګندېدو خبر ورکول کېږي، خو تر اوسه یې کومه ویډیو او انځور نه دی خپور شوی.
په دې اړه مو اندونه