Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د کابل اوسېدونکي د تېلو او خوراکي توکو د بيو لوړېدو اندېښمن کړي

د ژمي په را رسېدو سره د پلازمېنې اوسېدونکي د سون توکو او خوراکي توکو د بيو له لوړېدو اندېښمن دي.

دوی وايي، له یوې خوا بې کاري او بېوزلي او له بلې خوا د سون توکو او خوراکي توکو د بیو لوړېدل د دوی ننګونې دوه چنده کړي دي.

کوکو ګل چې خپلې ورځې او شپې د کابل په یوه لرې سیمه کې تېروي، وايي چې په دې ژمي کې د لرګیو د اخیستلو وس نه لري.

د خیمې اوسېدونکې کوکو ګل وایي: "پیسې نه وې، بخارۍ او لرګي مو نه دي اخیستي. لږ خوشایه لرو او ما یو څه پلاستیکونه راټول کړي، خو د ژمي لپاره بسنه نه کوي."

کوکوګول خپل میړه له لاسه ورکړی او د اوږدې مودې راهیسې د خپلې کورنۍ لپاره یوازینۍ ډوډۍ ورکوونکې ده.

بې وزلۍ دا مېرمنه دومره ځپلې ده، چې وايي اولادونه يې ډېری ورځې وږي ويده کېږي.

د خیمې اوسېدونکې کوکو ګل وایي: "ما تیره شپه او مخکې شپه ژړل ځکه چې وایي د اوړو بیه ډیره شوېده، نو له همدې سره زما ستونی بند شو او حمله راباندې راغله."

بل خوا  د پلازمینې يو شمېر اوسېدونکي وايي چې په ساړه موسم کې د خپلو کورونو د ګرمولو لپاره هېڅ نه لري.

د سيمې يو اوسېدونکی سيد حبيب الله وايي: "کله چې کار وي، خيرات ته اړتيا نه لرو، که کار وي په دا سپينه ږيره هر ډول کار کوم، خو په اوس وخت کې هېڅ کار نشته، او سخت مجبوره یو. "

د سيمې يوه اوسېدونکي ذبيح الله وويل: "بيې لوړې دي، پنځه کاله کېږي چې کار نه کوم، کار نه راته پیدا کېږي."

د هوا په سړېدو او د افغانۍ د ارزښت له راټيټېدو سره د ګازو په ګډون د سون توکو بيې لوړې شوې، خو د لرګيو او ډبرو سکرو په بيه کې ډېر بدلون نه دى راغلى.

د لرګيو يو پلورونکي بابا پهلوان وويل: "د لرګيو بيه نه ده لوړه شوې. مګر خلک لږ دې لرګیو اخېستلو ته راځي."

د ډبرو سکرو يو پلورونکي علي داد وويل: "دا مهال د ډبرو سکرو بيه ٦٠٠٠ افغانۍ ده، يعنې ٥٦٠ کيلو ٦٠٠٠ افغانۍ دي."

په ورته وخت کې د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام په خپل تازه راپورونو کې ویلي چې ۹۸ سلنه افغانان کافي خوراکي توکو ته لاسرسی نه لري. نړیوالې ټولنې په افغانستان کې له یوه لوی بشري ناورین څخه خبرداری ورکړی دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه