Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

نوي ډیلي غونډه؛ ګډونوالو له ترهګرۍ سره پر مبارزې ټينګار وکړ

په اسلام اباد کې د افغانستان په هکله د اسلامي همکاریو سازمان له غونډې سره هم مهاله، نوی ډيلي نن د «هند - مرکزي اسیا د خبرو اترو» کوربه و.

په دغې ناسته کې چې د مرکزي اسیا پنځو هېوادونو او هند ګډون کړی و. د دې سربېره چې د خبرو اترو چورلیز سوداګري او سیمه ییز نښلون و، د دغې غونډې ګډون کوونکو د افغانستان په هکله هم خبرې وکړې.

د دغې غونډې په پای کې ګډې بیانیه کې په افغانستان کې له ترهګرۍ سره پر مبارزې او د افغانستان د وضعیت په هکله د دغو هېوادونو ترمنځ پر نږدې همکارۍ ټینګار شوی دی.

په بیاینه کې راغلي دي:«د بهرنیو چارو وزیران د ملګرو ملتونو سازمان د امنیت شورا د ۲۵۹۳ پرېکړه لیک پر اهمیت چې په ۲۰۲۱ کال کې تصویب شوی ټيګار کوي په هغه کې ویل شوي دي چې د افغانستان له خاورې باید د ترهګرۍ د پټن ځای، روزنې، پلان جوړونې او تمویل په توګه استفاده ونه شي. د بهرنیو چارو وزیران د ټولو ترهګرو ډلو په وړاندې د همغږو اقداماتو غوښتونکي دي.»

په دغې بیانیه کې همدارنګه ویل شوې ده چې د ټول ګډونه حکومت د جوړېدو، د ښځو د حقونو د درناوي او خوندیتوب، له ترهګرۍ سره د مبارزې او نشه يي توکو په هکله یوه «سیمه ییزه اجماع» شتون لري او دغو موخو ته د رسېدو لپاره کولای شي په افغانستان کې د ننګونو په حل کې مرسته وکړي.

د دغو شپږو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران همدارنګه د افغانستان له خلکو سره د بشري مرستو پر دوام ټينګار کوي.

د هند د بهرنیو چارو وزیر جي شنګر وویل چې دوی د تاسې لارو په لټون کې دي چې وکړای شي له افغانستان سره بشرپاله مرستې وکړي.

جي شنکر وویل:«موږ ټول له افغانستان سره تاریخي او تمدني ژورې اړیکې لرو. یو واقعي پراخ بنسټه حکومت، له ترهګرۍ سره مبارزه، له نشه يي توکو سره مبارزه، د بشرپاله مرستو تضمین او د ماشومانو، ښځو او لږکیو د حقونو ساتل، په هغه هېواد کې زموږ له اندېښنو او ګډو موخو دي. موږ باید د داسې لارو په لټون کې واوسوو چې د افغانستان له خلکو سره مرسته وکړو.»

د ازبیکستان د بهرنیو چارو وزیر عبدالعزیز کاملوف وویل:«د نننۍ ورځې اجنډا تر ډېره د سیمې په هکله ګډو خبرو اترو ته اړتیا لري. د افغانستان د ننګونو موضوع، یوې ګډې طریقې او ټولیزې همغږۍ ته او خبرو اترو ته اړتیا لري.»

کابل که څه هم د افغانستان په هکله له سیمه ییزو غونډو ملاتړ کوي، خو له دې مخکې ویلي یې دي چې د ټول ګډونه حکومت رامنځته کول د خپله افغانانو کار دی. 

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه