Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د اسلامي همکاریو سازمان له لوري د افغانستان وجهي صندوق جوړول

د یک‌شنبې په ورځ د پاکستان په پلازمېنې اسلام‌اباد کې د اسلامي همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو ځانګړې ناسته وشوه چې په دې ناسته کې د افغانستان اقتصادي، سیاسي او بشري وضعیت په اړه خبرې اترې وشوې.

د اسلامي همکاریو سازمان غړیو هېوادونو د دې ناستې په پرېکړه‌لیک کې پرېکړه کړې چې افغانستان ته د بشري مرستو د لېږد لپاره د انسان‌دوستانه مرستو یو وجهي صندوق جوړ کړي. په دې پرېکړه‌لیک کې راغلي: «غړي هېوادونه پرېکړه کوي چې د اسلامي پراختیا بانک په ملاتړ یو بشردوستانه وجهي صندوق جوړ کړي، څو افغانستان ته د بشردوستانه مرستو د لېږد په برخه کې له نورو نړیوالو لوبغاړو سره یو ځای د یوه کانال په توګه ترې ګټه واخیستل شي.»

دې سازمان له اسلامي پراختیا بانک څخه غوښتنه کړې چې دا وجهي صندوق د افغانستان له خلکو سره د بشردوستانه مرستو چټکتیا په موخه د ۲۰۲۲ مېلادي کال د لومړی څلورو میاشتو پورې فعال کړي.

د اسلامي همکاریو سازمان غړي هېوادونه ټینګار کوي چې په افغانستان کې د تل‌پاتې سولې او امنیت لپاره ټولګډونه حکومت جوړېدل او په انډول برابر کورنی او بهرنی سیاست اړین دی. د اسلامي همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو له اسلامي امارت څخه غوښتي چې په ټولنیز او سیاسي ژوند کې د مېرمنو فعال ګډون او د بشر حقونو په تېره د مېرمنو، کوچنیانو او لږکیو حقونو ملاتړ په برخه کې ډاډ ورکړي. 

په پرېکړه‌لیک کې زیاته شوې: «له افغان چارواکو غواړو چې د پراخ بنستۍ د کار په درشل کې له هغې ډلې د ټولو افغانانو د ګډون د پياوړتیا لپاره له هغې جملې د افغان ټولنې په ټولو برخو کې د ښځو او نجونو د ګډون لپاره تګلارې جوړولو ته دوام ورکړي.» 

اسلامي هېوادونو همداراز له اسلامي امارت څخه غوښتي چې له ترورېزم سره جدي مبارزه وکړي او ډاډ تر لاسه کړي چې د ترهګرو د پټن‌ځای په توګه د افغانستان له خاورې څخه ګټه نه‌ پورته کېږي. دې سازمان هغه بریدونه هم وغندل چې داعش وسله‌والې ډلې یې مسوولیت پر غاړه اخیستی و.

په دې پرېکړه‌لیک کې زیاته شوې: «د اسلامي همکاریو سازمان غړي هېوادونه له افغانستانه غواړي چې د ټولو تروریستي ډلو په تېره القاعده، داعش او له دوی سره تړلو ډلو لکه د شرقي ترکستان اسلامي غورځنګ «ETIM» او د پاکستاني طالبانو تحریک «TTP» پر خلاف ښکاره ګامونه واخلي.»

د دې غونډې ګډونوالو همداراز ویلي چې اقتصادي پاشل کېدل د ډېرو افغانانو د کډوالۍ او د ترهګرۍ کړنو د ډېرېدو سبب کېږي چې دا به د سیمې لپاره ناوړه پایلې ولري. دوی له نړیوالې ټولنې غوښتنه کړې چې له افغانستان سره بېړنۍ بشردوستانه مرستې وکړي.

د اسلامي همکاریو سازمان پرېکړه کړې چې په کابل کې یوه استازولي پرانیزي. په دې پرېکړه‌لیک کې راغلي: «د بهرنیو چارو وزیران له عمومي دارالانشاء څخه غواړي چې په کابل کې د اسلامي همکاریو سازمان ماموریت د پیاوړتیا لپاره په مالي سرچینو، انساني او لوژیستیکي برخو کې بېړني ګامونه پورته کړي، چې وکړای شي نړۍوال مشارکتونه او د مرستې رسونې عملیات په سیمه کې رامنځته کړي.»
 
دې سازمان همداراز له انساني ناورین څخه د مخنیوي لپاره د افغانستان کنګل شویو پیسو د ازادولو په برخه کې د ګامونو پورته کېدو غوښتنه هم کړې ده.

د اسلامي همکاریو سازمان له اسلامي پراختیا بانک څخه غوښتنه کړې چې دا وجهي صندوق د افغانستان له خلکو سره د بشردوستانه مرستو چټکتیا په موخه د ۲۰۲۲ مېلادي کال د لومړی څلورو میاشتو پورې فعال کړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه