Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د بشري حقونو څار بنسټ:۲۰۲۱کال د افغان مېرمنو لپاره ډېر بد کال و

د بشري حقونو د څار بنسټ وايي چې ۲۰۲۱ زیږدیز کال په تېرو دوو لسیزو کې د افغان مېرمنو لپاره تر ټولو خراب او بد کال و.

 دغه بنسټ زیاته کړې ده، چې دا وېره شته چې اوسني وضعیت ته په پام سره په افغانستان کې د ښځو په برخه کې د وروستیو شلو کلونو لاسته راوړنې له منځه ولاړې شي.

د بشرِي حقونو د څار بنسټ مرستیال هېډر بار زیاتوي:«د کال پای دی او موږ تېر ته ګورو چې ۲۰۲۱ کال په ټول نړۍ کې د ښځو د حقونو لپاره څه ډول کال و. له بده مرغه د افغان مېرمنو لپاره ښه کال نه و، هغه څه چې د اګسټ له ۱۵مې وروسته مو ولیدل دا وو چې طالبانو په ټول افغانستان کې  ښځې او نجونې د زده کړو، روغتیايي موردونو، بیان ازادۍ او د اعتراض ازادۍ لاسرسي حق څخه بې برخې کړل.»

ورته مهال محبوبه سراج په تېرو شلو کلونو کې په افغانستان کې د ښځو د حقونو د برخې یوه فعاله ده. نوموړې تل ښځو ته د عدالت غوښتنې لپاره مبارزه کړې ده او له همدې امله یې څوځلي نوم د نړۍ د اغېزناکو مېرمنو په نوملړ کې راغلی دی.

خو اوس په افغانستان کې د ښځو پر وضعیت اندېښمنه برېښي.

د ښځو د حقونو فعاله محبوبه سراج څرګندوي:«کله چې په یوه حکومت کې له نجونو د ښوونې حق اخیستل واخیستل شي او مېرمنې ونه کړای شي خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي او د ښځو ټول لاسرسی محدود شي، دا په هغه هېواد کې ټر ټولو بد وضعیت دی»

مېرمن سراج د هېواد د اوسني ناورین اصلي لامل په افغانستان کې د ښځو څنډې ته کول ګڼي.  دا وایي چې د ښځو ډيری فعالانې له هېواد نه تللي دي، خو نوموړې په افغانستان کې ښځو ته د عدالت غوښتنې په موخه پاتې ده.
 
هغې زیاته کړه:«زه دلته راغلې یم چې د ښځو غږ واوسم او خبرداری ورکړم چې له دغو ټولو محدویتونو او ګډودیو سره به هېڅ حکومت پایداره نه وي او پر دې باید پوه شي چې دوام نه کوي.»

خو اسلامي امارت وايي چې د ښځو حقونو ته د اسلامي اصولو پر بنسټ ژمن دي.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي وویل:«ډېری ښځې په بېلابېلو بنسټونو کې خپل کار او فعالیتونو ته دوام ورکوي او نجونې هم په ځینو ولایتونو کې ښوونځيو ته درومي. موږ د ټولو هېوادوالو د حقونو تامین ته ژمن یوو.»

له دې ټولو سره سره څلور میاشتې کېږي،چې په ډېری ولایتونو کې د نجونو لېسې تړلې دي او مېرمنې هم تر اوسه په رسمي توګه په دولتي ادارو کې خپلو کارونو ته نه دي ستنې شوې.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه