د امريکا د بهرنيو چارو وزير انتوني بلينکن وايي، امريکا په افغانستان کې بشري وضعيت څاري او دغه هېواد ته د بشري مرستو د ستر برابرونکي په توګه له افغانانو سره مرستو ته دوام ورکوي.
بلینکن پرون خبریالانو ته وویل چې په افغانستان کې بشري وضعیت مخ په خرابیدو دی او د ژمي په پیلیدو سره به نور هم خراب شي.
بلینکن وویل، "که څه هم متحده ایالات په افغانستان کې حضور نه لري، خو بیا هم د افغانستان خلکو ته د بشري مرستو تر ټولو لوی برابرونکی دی".
هغه وویل، "هغه څه چې زه همدا اوس د هغه په هکله فکر کوم د افغانستان بشري وضعیت دی. افغانستان ته د بشري مرستو د ستر برابرونکي په توګه، موږ به خپلو مرستو ته دوام ورکړو."
بلینکن وویل، په افغانستان کې به د امریکا پر ۲۰ کلن حضور او تګلارې هم له سره کتنه وشي.
د هغه په وينا، د امريکا متحده ايالات هڅه کوي چې د افغانستان اقتصاد ته د نغدو پیسو د داخلولو لارې چارې ولټوي. هغه زياته کړه، چې د هېواد د خزانې وزارت له خوا د څو جوازونو صادرول د دغو هڅو يوه برخه ده.
هغه زیاته کړه، "مونږ څو عامه جوازونه صادر کړي چې نورو هېوادونو او بنسټونو ته ډاډ ورکړو چې د بندیزونو په اړه له اندېښنې پرته افغانستان ته خپلې مرستې ولېږدوي".
بلینکن زیاته کړه چې د هیواد مرستې به مستقیماً افغانانو ته رسیږي او اسلامي امارت به ورته لاس رسی نه لري.
هغه زیاته کړه، امریکا به خپلو هڅو ته دوام ورکړي چې اسلامي امارت د ښځو د حقونو او له ترهګرۍ سره د مبارزې په ګډون د خپلو مکلفیتونو د پوره کولو لپاره وهڅوي.
پرون په کابل کې سلګونو کسانو د امریکا له خوا د افغانیو د پیسو د بندولو په غبرګون کې لاریون وکړ او د دغو پیسو د خلاصون غوښتنه یې وکړه.
په دې اړه مو اندونه