Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

له ملکي هوايي ډګرونو د نظامي هغو د جلاکولو لپاره د کمېسیون جوړېدل

قطر او ترکیې ته د هېواد د تر ټولو لویو هوايي ډګرونو د مدیریت د سپارلو په درشل کې، اسلامي امارت په هېواد کې د ملکي او نظامي هوايي ډګرو د بیلولو لپاره یو کمېسیون جوړ کړی دی.

د ملي دفاع وزارت سرمفتش وايي، د غوره ملکي او نظامي استفادې په موخه ټول هوايي ډګرونه سره جلا کوي.

لطیف الله حکیمي وايي، له دې وروسته به د اسلامي امارت ځواکونه له ملکي هوايي ډګرونو څخه د استفادې اجازه ونه لري.

د ملي دفاع وزارت سرمفتش وايي، له دغو هوايي ډګرنو د ښې ګټنې لپاره به مشخصې کړنلارې طرحه او عملي شي.

د ملي دفاع وزارت سر مفتش لطیف الله حکیمي وايي:«‌په دغې وروستیو کې پوځي او مُلکي هوايي ډګرونه سره یوځای شوي وو ځکه چې یو ستر انقلاب رامنځته شو او توپیر یې نه کېده چې کوم نظامي دی او کم مُلکي دی، موږ ته شکایت راورسېد چې له پوځي هوايي ډګرونو مُلکي کسان او له مُلکي نظامي کسان کار اخلي او له همدې امله اسلامي امارت پرېکړه وکړه چې یو کمېسیون جوړ کړي.»

لطیف الله حکیمي چې، د هېواد د هوايي ډګرونو د وضعیت د ارزونې مشري هم پر غاړه لري وايي، په مختلط ډول له ملکي او هوايي ډګرونو ګټنه ستونزې جوړې کړې دي.

نوموړی زیاتوي:«په بشپړه توګه اجازه نه ورکوو چې یو له بله استفاده وکړي مُلکي د مُلکي کسانو لپاره دی او نظامي د پوځي ځواکونو لپاره دی.»

افغانستان ۲۴ هوايي ډګرونه لري او له دې منځه ۳ یې نړۍوال هوايي ډګرونه دي او دوه یې یعنې بګرام او شینډنډ په بشپړ ډول نظامي دي.

د پوځي چارو کارپوه حکمت الله حکمت څرګندوي:«د نظامي او مُلکي موخو پر بنسټ د ډګرونو توپير یو اړین اصل دی او د کابل هوايي ډګر ترټولو ستره ستونزه دا وه چې دغه ډکر هم د ملکي او هم د پوځي موخو لپاره استفاده کېده.»

داسې تمه کېږي چې، تر راتلونکو څو ورځو پورې د هېواد د پنځو هوايي ډګرونو د مدیریت د اخیستو لپاره د قطر او ترکیې استازي کابل ته راشي.

د هوايي چلن د کارپوهانو په وینا، د دغې چارې په بشپړېدو سره به افغانستان ته د نړۍوالو الوتنو د بیا پیل لپاره د نړۍوالو هوايي شرکتونو اعتماد هم ترلاسه شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه