Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

م.م د افغانستان لپاره د اته میلیارد ډالرو په طرحه کار کوي

په داسې حال کې چې د افغانستان د اقتصاد د احتمالي سقوط په اړه اندېښنې زیاتې شوې، ملګري ملتونه د دغه هېواد اقتصاد ته د ۸ میلیارده ډالرو د لګولو اعلان کوي.

د ملګرو ملتونو لوړ پوړي چارواکي وايي، دغه سازمان د افغانستان د اقتصاد د بیا رغولو لپاره د اته میلیارد ډالرو پلان لري.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي مرستیال په دې نظر دی چې د دې طرحې موخه د خوړو برابرول، د کار پیدا کول، ګاونډیو هېوادونو ته د افغانستان د برېښنا د پورونو ورکړه او د هېواد د حکومتوالۍ د نظام رغول دي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي، رامز الاکبروف وویل: "یو سړی د یوې ګولې ډوډۍ څخه ډیر څه ته اړتیا لري، هغه عزت او امید ته اړتیا لري. دا پیسې د ښوونځیو او روغتونونو سره مرسته کوي ترڅو خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي. دا طرحه به د کوچنیو سوداګریو او کروندګرو سره مرستو ته دوام ورکړي."

په ورته وخت کې آلمان وايي، له نړیوالو مرستندویه ادارو سره کار کوي چې افغانستان ته د بشري مرستو د لېږلو په خاطر د بشري ناورین د پراخېدو مخه ونیسي.

د آلمان د بهرنیو چارو وزیرې آنالینا بربوک وویل، "افغانستان زموږ د سترګو په وړاندې تر ټولو ناوړه بشري ناورین سره مخامخ دی. د اقتصاد لویه برخه یې سقوط شوې، ډیری خلک وږي دي. کله چې یوه کورنۍ اړ وي تر څو خپلې لوڼې د خوراکي توکو د اخیستلو لپاره وپلوري، د دې زغمل ستونزمن دي."

په افغانستان کې د پخواني حکومت له نسکورېدو سره د نړیوالو بنسټونو د اټکل له مخې یوازې په تېرو څلورو میاشتو کې د هېواد اقتصاد ۴۰ سلنې ته راښکته شوی او د افغانستان پر مالي سیستم د امریکا بندیزونو د دغه هېواد بانکونه له ننګونو سره مخ کړي دي.

په همدې حال کې د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت له نړیوالو مرستندویه موسسو څخه غواړي چې دغه مرستې له اسلامي امارت سره په همغږۍ او تعامل کې وویشي.

د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت سرپرست خلیل رحمان حقاني وویل،"مرسې باید همغږي شي، روڼتیا باید په پام کې ونیول شي او وړ کسان باید وپیژندل شي".

نړیوالو مرستندویانو د ۲۰۲۱ کال تر پایه په افغانستان کې د بیړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره د اسلامي امارت له راستنیدو راهیسې تر یو ملیارد ډالرو زیاتې پیسې لګولي دي، خو د ملګرو ملتونو په وینا دغه هیواد ۹۸ سلنه له فقر او لوږې سره مخ دی. دوی وایي دا مرستې بسنه نه کوي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه