Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

کابل ښار ته یوه کتنه

کابل چې د ارتفاع له مخې د نړۍ شلو لوړو پلازمېنو کې راځي؛ د تاریخ پوهانو له قوله تاریخي مخینه یې دهخامنشی امپراتورۍ یانې  ۳۵۰۰ کلونو ته رسېږي. یو مهال دا ښار د تاتاریانو، هند او پارسیانو د ملاقات ځای هم ګڼل شوی دی. د نورو امپراتوریو تر څنګ په اوړي کې د مغلو امپراتورۍ پلازمېنه هم تېره شوې ده، خو په ۱۷۴۷ زېږدیز کال کې دا ښار د دوراني امپراتورۍ تر ولکې لاندې راغی. دا لرغونی ښار په دې مهال کې د ډېرو سترو لوړو – ژورو شاهد تېر شوی دی. کله چې نړۍ دوه قطبيي وه، نږدې لس کاله په دې ښار کې د شوروي اتحاد ځواکونه مېشت و، خو د سپټمبر یولسمې پېښې وروسته دې ښار ته د ناټو او امریکا متحده ایالاتو ځواکونه راغلل او پرله‌پسې دوه لسیزې یې تېرې کړې، اما د ۲۰۲۱ کال د اګسټ په ۱۵مه د امریکا له شل کلن حضور وروسته د دې ښار ټولې واګې یو ځل بیا د اسلامي امارت لاس ته ولوېدې.

د جګړې ډګر دوو ملګرو تر منځ ولاړ زلمی د طالبانو سرتېری ابرار نومېږي چې په اګسټ میاشت کې د کابل له سقوط وروسته له روزګان ولایته کابل ښار ته راغلی دی. ۳۵ کلن ابرار وايي، تنکی ځوان و چې د امریکايي او ناټو ځواکونو پر خلاف یې "جهاد" پیل کړ او په وینا یې تر شا یې چې کومه رنجر ولاړه ده، دغه ډول لسګونه پوځي موټرې یې هوا ته پورته کړي، خو اوس ترې ځکه ساتنه کوي چې د "ملت مال" یې ګڼي. د نویمې لسیزې کورنۍ جګړو پر مهال د کابل ښار لوټې-لوټې شوی و. په داسې حال کې چې د ابرار تر شا د کابل په زړه کې دنګې ودانۍ ښکاري، خو نوموړی له دې سر ټکوي چې په تېرو دوو لسیزو کې افغانستان ته هېڅ خدمت نه‌دی شوی او زیاتوي تر څو پورې یې چې په رګونو کې یو څاڅکی وینه هم بهېږي، له خپلې هرې لوېشتې خاورې به ساتنه کوي. 

اتلس کلنه خالده د کابل پوهنتون احاطوي دېوال تر څنګ ولاړه ده. نوموړې څو اوونۍ وړاندې له کلنیو ازموینو ورکولو پرته له دولسم ټولګې فارغه شوه، ځکه کابل ته د اسلامي امارت له راتګ سره سم له شپږم ټولګي پورته ټول دولتي ښوونځي او پوهنتونونه بند شول. په داسې حال کې چې له دې وړاندې د نجونو او هلکانو ښوونځي جلا وو، خو طالبانو ژمنه وکړه چې د دولتي ښوونځیو او پوهنتونو لپاره به نوې کړنلاره جوړه کړي چې ټولګي جلا کړي، خو تر دې دمه یې په خپلې ژمنې عمل نه‌دی کړی. خالده چې اوس‌ په کابل ښار کې د کانکور ازموینې لپاره چمتوالی هم نیسي وايي، هیله لري چې د کابل طبي پوهنتون ته بریالۍ شي، خو د شاوخوا څلورو میاشتو په تېرېدو سره لا هم معلومه نه‌ده چې طالبان به څه وخت د دولتي پوهنتونو دروازې پرانیزي.

د څلورو کسانو په منځ کې ولاړ حاجي عبدالوهاب ساپی نومېږي. ۵۴ کلن ساپی وايي، له تېرو ۳۵ کلونو راهیسي د کابل په ترافیکو ریاست کې دنده تر سره کوي، خو له تېرو شپږو میاشتو راهیسې یې معاش نه‌دی ورکړل شوی او شکایت کوي کابل ته د نوي حکومت په راتګ سره یې دنده هم ټکنۍ شوې ده، ځکه په خبره یې اوس ورته ډېره پاملرنه نه‌ کېږي؛ په ورځو-ورځو یې د موټر د تېلو ټانکۍ خالي وي او نه یې د هوا په سړېدو سره د لباس غم خوړل شوی دی. له دې وړاندې د کابل امبولانس چې په کابل ښار کې په وړیا ډول روغتیايي خدمات وړاندې کوي؛ د کافي تېلو نه درلودو له کبله یې خپل خدمات ځنډولي وو.

سید علي شاه د خپلې زېړ رنګې ټکسي تر څنګ د سورلۍ په تمه ولاړ دی. علي شاه چې له تېرو پنځلسو کلونو راهیسي په کابل ښار کې ټکسي چلوي، دی هم په دې ښار کې د نورو توکو د بیو لوړېدو تر څنګ د تېلو له ګرانښته سر ټکوي. په کابل کې د نوي حکومت له راتګ سره هم‌مهاله د ډالرو پر وړاندې د افغانۍ ارزښت په کم‌ساري ډول راښکته شو چې ورسره د نورو توکو تر څنګ د سون موادو بیې هم اسمان ته لوړې شوي. ۴۷ کلن علي شا وايي، ټوله ورځ چې کار وکړي د تېلو پیسې نه‌شي پوره کولی.

نعمت‌الله چې اوس په نشه‌يي توکو اخته شوی، د کابل له پرځېدو مخکې د پخواني حکومت د څارګرې ادارې «ملي امنیت ریاست» کارکوونکی و، خو اوس د کابل سیند تر غاړې د خځلو سترې ټوکرۍ تر څنګ د کابل په سړې هوا کې شپې او ورځې تېروي. د ۶۵ کلن نعمت‌الله په وینا ۹ کاله یې خپل وطن ته خدمت کړی دی، خو اوس په داسې ناروغۍ اخته شوی چې د خلاصون لار ترې ورکه ده. کابل ته د اسلامي امارت له راتګ وروسته، د پخواني حکومت «جمهوریت» زرګونه کارکوونکي په کور کېناستل. که څه هم طالبانو په کابل ښار کې ډېری روږدي کسان د درملنې په موخه روغتون ته استولي، خو د اوو اولادونو پلار نعمت‌الله لا هم په ډاګ پروت دی چې څه وخت به یې د ژوند ژغونې پرښتې له دې کړاوه خلاص کړي.

له معمول سره سم، د ژمي په رارسېدو سره په کابل ښار کې هوا هم سړېږي چې ډېری وخت یې کچه له منفي هم ښکته رالوېږي. فاطمه له سهاره تر ماښامه د سرک پر سر په دې تکل ناسته وي چې یو څوک به یې غوړېدلې ځولۍ کې صدقه واچوي، خو فاطمه وايي، روڼ سهار پرې تیاره ماښام شي، اما له شاوخوا پنځوس افغانیو سره ناهیلې کور ته ستنه شي. ۲۷ کلنه فاطمه چې دوه میاشتنۍ لورکۍ یې هم په غېږ کې پرته ده، په همدې سړې هوا کې ورسره ورځ بېګاه کوي. فاطمه وايي، د ژوند سختو شرایطو نه یوازې نوموړې له زده‌کړو محرومه کړې ده؛ بلکې مېړه یې هم همداسې بې‌تعلیمه پاتې شوی او په وینا یې دا چې په کابل کې واوره ورېدلې، خو دوی دومره توان نه‌لري چې د ځان تودولو لپاره د سون توکي وپېري. د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال سازمان هم ویلي چې د افغانستان د نفوس له پنځوس سلنې ډېر وګړي د خوړو برابرولو په برخه کې له ستونزو سره مخامخ دي.

د کابل ښار په بله څنډه کاه فرشي کې چې د مرغانو کوڅې په نوم هم یادېږي؛ په دې سیمه کې د بوختو خلکو په وینا په افغانستان کې وروستیو تحولاتو پرې هېڅ منفي اغېزه نه‌ده کړې، بلکې د دې کوڅې هټیوال وايي، بازار یې لا تود شوی دی. د مرغانو کوڅه چې د بازار مخینه یې سلو کلونو ته رسېږي؛ په کابل ښار کې د پل خشتي لرغوني جومات تر څنګ پرته ده چې تل په‌کې د مرغانو مینه‌والو ګڼه ګوڼه وي. په دې کوڅه کې د فیض محمد په نوم ۵۵ کلن هټیوال وايي، له بازاره تر ډېره بریده راضي دی او شکرونه باسي.

د کابل ښار له زیارتونو هم خالي نه‌دی. په دې ښار کې د اسمايي غره لمن په څنډه کې د «عاشقان و عارفان» په نوم یو لرغونی زیارت دی چې د افغانستان له ډېرو لرې ولایتونو هم د دعا په موخه خلک ورځي، څو په زړه کې پرتې هیلې یې پوره شي. ۷۰ کلن محمد کریم له غزني تر کابله نږدې ۱۵۰ کیلو مټره پورې واټن وهلی او دې زیارت ته یې ځان رسولی دی. محمد کریم چې لوستی نه‌دی او یوازې یې په جومات کې بنسټیزې دیني زده‌کړې کړي وايي، د «عاشقان و عارفان» په څېر مخلص خلک یې دعاوې قبلوي او په ټول ژوند کې یې دا درېیم ځل دی چې له غزني دې زیارت ته راځي. که څه هم نوموړي د دې زیارت د مخیني په اړه معلومات نه درلودل، خو داسې روایتونه شته چې عاشقان «اصلي نوم – خواجه عبدالسلام» او عارفان «اصلي نوم – خواجه عبدالصمد» د پارسي ژبې مشهور شاعر خواجه عبدالله انصاري زامن وو چې د زردشتیانو په زمانه له عرب مسلمانانو سره کابل ښار ته له اسلام سره راننوتل.

سوګ بیر سنګهـ خالصه بیا د کابل په لرغوني ښار کې د عطاري په نوم د مشهورو توکو هټیوال دی. ۳۲ کلن خالصه وايي، نیکونو یې په کابل کې له څه باندې ۹۰۰ کلونو راهیسي ژوند کړی دی، خو دی لس کاله کېږي چې په افغانستان کې د یوناني په نوم مشهور درمل پلوري. د هغه په خبره که څه هم د پخوا پرتله یې نن سبا بازار سوړ ښکاري، خو وايي، کابل ته د نوي حکومت په راتګ سره د خوښۍ احساس کوي او تر څنګ یې وايي، داسې افغانستان یې ارمان دی چې خلک یو بل د تاجک، پښتون، هزاره، مسلمان او هندو په نوم جلا نه‌کړي او یوازې د یوه افغان وګړي خطاب ورته وشي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه