Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ایران د پولو تړل کېدل؛ په سلګونه تنه په سرحد کې ګیرپاتې دي

د ایران د سرحدونو له تړل کېدو سره، په سلګونه هېوادوال د هرات د اسلام کلا په سرحد کې ګیرپاتې دي او ایران ته د تګ اجازه نه لري.

دغه مسافر ادعا کوي د دې سربېره چې په کابل کې د ایران سفارت او په ولایتونو کې د دغه هېواد کونسلګریو د ډېرو پیسو په بدل کې هغوی ته ویزې صادرې کړې دي، خو اوس په سړه هوا کې د اسلام کلا په بندر کې بې برخلیکه پاتې دي.

ډیری دغو مسافرو په دې سړه هوا کې درې  شواروزه تېر کړي دي.
 
د هرات اوسېدونکی جمعه ګل رحماني وايي:«په دغې سړا هوا کې حتا ډوډۍ نشته، سرحدي برخې ته ځو خو ایران وايي چې سرحد تړلی دی. ما ۳۰ زره افغانۍ مصرف کړې او څلور شپې او ورځې کېږي چې په دغې یخنۍ کې دلته یوو. دا څه حال دی او زموږ له برخلیک سره څه کېږي.»

د کابل اوسېدونکي شعیب عمرزاده هم وویل:«له قانوني ویزې سره ځوو، خو اوس قانوني تګ هم له قاچاق شوی دی. په دغې سړه هوا کې زموږ لاس او پښې رېږدي او په تمه یوو چې څه ځواب ترلاسه کوو.»

دغو مسافرو په کابل کې د ایران له سفارت او د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د دغه هېواد له کونسولګریو نه د ډېرو پيسو په بدل کې د سیاحت وېزې اخیستې دي، خو اوسمهال یې د ایراني پوله ساتونکو له لوري دغه هېواد ته د وردننه کېدو مخه نیول شوې ده.
 
د اسلام کلا بندرد کمېسارۍ مرستیال همایون همت څرګنده کړه:«هغه کسان چې د ګرځندویۍ ویزې لري، خپلې ویزې یې له کونسګرۍ ترلاسه کړې دي او پیسې یې ورکړې دي. ایران باید دغو کسانو ته اجازه ورکړي.»

بل خوا په هرات کې د بهرنیو چارو وزارت د استازولۍ مسوولان وایي چې د دغو مسافرو ستونزو له ایراني چارواکو سره شریکې شوې دي.
 
په هرات کې د  بهرنیو چارو وزارت د استازولۍ مسوول شېراحمد عمار مهاجر څرګندوي:«پر ګرځندویۍ بندیز د کونسلګریو له خوا نه بلکې د ایران د بهرنیو چارو او روغتیا وزارتونو له خوا شوی دی. بهرنیو چارو وزارت موږ په دې هکله په جریان کې کړی، د هغو وروڼو لپاره چې له بېلابېلو ولایتونو هرات ته راغلي دي سرګردانه نه شي او لاره پرانیستل شي.»

په هرات کې د ایران کونسلګرۍ تېره اوونۍ په یوه اعلامیه کې په ډاګه کړې وه چې د دغه هېواد پولې د کورونا وېروس د نوې بڼې د خپرېدو له امله د ګرځندویانو پر مخ تړلې دي. د ایران د حکومت د پرېکړې له مخې له افغانستان سره د دغه هېواد پولې د یکشنبې له ورځې راهیسې د هغو مسافرو پر مخ تړل شوي دي چې د سیاحت وېزې لري.

په هرات کې د ایران کونسلګرۍ تېره اوونۍ په یوه اعلامیه کې په ډاګه کړې وه چې د دغه هېواد پولې د کورونا وېروس د نوې بڼې د خپرېدو له امله د ګرځندویانو پر مخ تړلې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه