Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

مالیې وزارت: د ولسي تړون ملي پروګرام د ۷۰۰۰ پروژو کار ودرول شو

د مالیې وزارت وايي، په هېواد کې د ولسي تړون ملي پروګرام د ۷۰۰۰ پروژو عملي کارونه درېدلي او د دغو پروژو د بیا پیل لپاره هڅې روانې دي.

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، د ولسي تړون ملي پروګرام په لومړي پړاو کې یو میلیارد ډالر بودجه درلوده.

د مالیې وزارت ویاند احمد ولي حقمل طلوع نیوز ته وویل، "شاوخوا اوه زره نیمې بشپړې شوې پروژې پاتې دي، موږ له نړیوال بانک سره په تماس کې یو چې لږ تر لږه نیمې پاتې پروژې بشپړې کړي."

په همدې حال کې یو شمېر اقتصاد پوهان وايي، د ولسي تړون ملي پروګرام د سیمه ییز اقتصاد د پیاوړتیا په موخه جوړ شوی او اوس چې دا پروژې په ټپه ولاړې دي، نو په کلیوالو سیمو کې به بېوزلي او بېکاري ډیره شي.

د اقتصادي چارو کارپوه عبدالناصر رښتیا وویل، " د دغو پروژو ډېره برخه د نړیوال بانک له خوا تمویلېږي، او د کلیو د پراختیا د پروژو په بندېدو سره به په کلیو کې بې وزلي زیاته شي."

د ولسي تړون د پراختیایي شوراګانو یو شمېر مسوولین وايي چې دا مهال په ولایتونو کې د کوچنیو بندونو پروژې، د اوبو د مدیریت او نورې زیربنایي پروژې درول شوې دي.

د لسو کلونو لپاره د ولسي تړون ملي پروګرام په دریو پړاوونو کې، چې د نړیوال بانک لخوا تمویل کېده جوړ شوی وو، او تمه کیده چې د ۲۰۲۲ کال تر پایه بشپړ شي.

د مالیې وزارت وايي، ټاکل شوې وه چې د دغه پروګرام له لارې د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې ۱۲ زره پروژې پلې شي، خو له نوي بدلون سره په ټول هېواد کې د دغه پروګرام عملي چارې ټکنۍ شوې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه