Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د سترې محکمې د کارکوونکو د معاشونو د نه ورکړې په غبرګون کې لاریون

د سترې محکمې یو شمېر کارکوونکو په کابل کې د یوې اعتراضيه غونډې په ترڅ کې وايي، له څلورو میاشتو راهیسې یې تنخوا نه ده ترلاسه کړې او له ګڼو اقتصادي ننګونو سره مخ دي.

يو شمېر کارکوونکي چې په په دغه غونډه کې يې برخه اخيستې وه وويل چې د سترې محکمې ځينې دیوانونه لغوه شوي او شاوخوا ٩٠٠ کارکوونکي یې له دندو ګوښه شوي دي.

د سترې محکمې يو کارمند نجم الدين وويل: "څلور مياشتې کېږي چې موږ تنخواګانې ندي اخستې. ژمی راغلی او هوا سړه ده."

د سترې محکمې یوه کارکوونکي عبدالله شمس وویل، "له اسلامي امارت څخه زموږ غوښتنه دا ده چې زموږ میاشتنۍ تنخواګانې د ورکړي. "

نورزاد رحیمي د اتو ماشومانو پلار دی. هغه چې په ستره محکمه کې پاکاري کوله وايي، له څلورو مياشتو راهيسې يې تنخوا نه ده ترلاسه کړى او د خپل ناروغ زوى د درملنې لپاره پيسې نه لري.

نورزاد رحيمي بل کارکوونکی وایي: "ما د خپل زوى لپاره چې ناروغ و، درې نسخې په پور اخيستې. موږ له امارټ اسلامي څخه غواړو چې زموږ سره مرسته وکړي."

تر دې مخکې د ښاروالۍ او د چارو ادارې یو شمېر کارکوونکو هم د خپلو تنخواګانو له نه ورکړې شکایت کړی و، خو د مالیې وزارت وايي چې د زمري، وږې او تلې میاشتو تنخواګانې یې ورکړې دي .

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه