Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کابل کې د خپلو حقونو خوندیتوب لپاره په اشاره ژبه د مېرمنو لاریون

کابل کې نن یوځل بیا یو شمېر ښځو په لاریون لاس پورې کړ، خو دغه لاریون د معترضو ښځو له خوا په اشاري ژبه وشو.

دغه مېرمني وایي چې اسلامي امارت په ښځو د محدویتونو په وضع کولو سره دوی له ټولنې څنډې ته کړې دي او د زده کړو، کار او له محرم پرته ګرځېدو څخه یې منع کړې دي.

لاریونوالې په افغانستان کې د ښځو وضعیت د اندښنې وړ بولي او له نړیوالې ټولنې غواړي چې دوی یوازې پرې نه ږدي، خو اسلامي امارت د شریعت په چوکاټ کې د ښځو حقونو په تامین ټینګار کوي

دغه معترضې مېرمنې وایي چې اسلامي امارت باید د محدودیتونو په لګولو سره ښځې له ټولنې ګوښې نه کړي او حقونه یې بابېزه ونه ګڼي.
   
معترضه ښایسته وايي:«نن موږ نجونې راغونډې شوې یوو، ځکه چې اسلامي امارت پر موږ ډېر محدویتونونه لګولي دي موږ نه شو کولای له محرم پرته له کوره ووځوو، زموږ ښوونځي تړل شوي، زموږ دندنې له موږ اخیستل شوي دي، دوی د اسلام له حق او حقوقو خبرې کوي، اسلام چېرته دی؟ اسلام ویلي چې ملت وږی وي، ویلي یې دي چې پر نجونو ښوونه بنده کړي؟»
 
بله لاریون واله ویدا امري هم څرګندوي:«یوه ناروغي یوه ستونزه رامنځته کېږي موږ محرم له کومه کړو چې له ځان سره یې وګرځوو او وايي چې موږ ستاسو د ډوډۍ مسوول نه یوو کله چې تاسې زموږ معاش رانه کړئ، څه ډول زموږ د ډوډۍ مسوول نه یاست؟ کله چې موږ ته معاش راکړئ زموږ په کور کې په خپله ډوډۍ پیدا کېږي. وایي موږ یوازې شرعیت پلی کوو نه شئ کولای موږ د تېرو شلو کلونو ښځې نه یوو چې چوپې پاتې شو.»

دوی وایي چې د سیاستونو قرباني شوي، له نړۍوالې ټولنې هم ځينې غوښتنې لري.
 
معترضه وايي:«نن دلته هم راغونډې شوې یوو چې له خپل حقه دفاع وکړو ځکه د طالبانو له راتګه څلور میاشتې کېږي چې موږ له کار او زده کړو لېرې پاتې یوو نړۍواله ټولنه باید د افغانستان ښځو او خلکو ته پاملرنه وکړي.»

دوه ورځې وړاندې د امربالمعروف او نهي عن المنکر وزارت د یوه اعلامیې په خپرولو سره اعلان وکړ،چې په موټرو کې د موسیقۍ اورېدل بند دي او مېرمنې له شرعي محرم پرته له ۴۵ کیلومټرو زیات سفر نه شي کولای. خو د اسلامي امارت چارواکي ټینګار کوي، چې اسلامي شریعت ته په بام سره د ښځو حقونه تامین شوي دي.

د اسلامي امارت ویاند بلال کریمي په دې هکله څرګندوي:«د اسلامي امارت مشر مولوي هبت الله اخندزاده کابو درې اوونۍ مخکې د ښځو د حقونو په هکله فرمان صادر کړ چې ښځې یې له حورو سره تشبیې کړې او د ښځو د مهریې، میراث او حقونو په هکله بحث وشو.»

خو دغه اعتراض هم په تېرو څلورو میاشتو کې د ښځو د نورو اعتراضي حرکتونو په څېر ډېر دوام ونه کړ او د امنیتي ځواکونو له ډزو او تاوتریخوالي سره مخ شو.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه