Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

کابل کې «زموږ پیسې زموږ حق» له شعار سره د ښځو لاریون

ځينو ښځو نن چهارشنبې (د مرغومې په ۸مه) د افغانستان د مرکزي بانک د شتمنیو د کنګل پاتې کېدو په تړاو، «زموږ پیسې زموږ حق دی او زموږ بچیان ډوډۍ غواړي» له شعارونو سره کابل کې لاریون وکړ.

معترضې ښځې وايي چې افغانستان د امریکا د ناوړه سیاستونو په پایله کې، اوس له خطرناکو اقتصادي او بشري کړکېچونو سره مخ دی. دوی له واشنګټنه غواړوي چې د افغانستان مېلیاردونه ډالره شتمنۍ ازادې کړي.

دغه معترضانې له نړۍوالې ټولنې غواړوي چې د افغانستان د پیسو د ازادولو په تړاو اقدام وکړي او همدارنګه له افغانستان سره ډېرې بشري مرستې هم برابرې کړي او په دغه هېواد کې د وضعیت د خرابېدو مخنیوی وکړي.

د مدني حقونو فعاله نسیمه امیري په دې هکله وايي:«د افغانستان کنګل شوې پیسې باید ازادې شي، دا پیسې د افغانستان په خلکو پورې تړاو لري، نه په اوسني حکومت پورې، زموږ ماشومان ډوډۍ غواړي، پیسې نه لرو چې د کور کرایه ورکړو، موږ باید کار ته ستنې شوو.»

معترضې مېرمنې وايي چې په هېواد کې لوږه او بې وزلي زیاته شوې او دغې ستونزې ته باید حل لارې ولټول شي.

معترضې مهناز خادمي وویل:«امریکا باید د افغانستان پیسې ازادې کړي چې د افغانستان خلک په دغه ژمي کې له اقتصادي ستونزو خلاص شي.»

دغو ښځو په یوه پریکړه لیک کې له اسلامي امارته غوښتي چې، له نړۍ سره د تعامل په برخه کې نرمښت وښيي او د هېواد د اقتصادي او بشري کړکېچ د راکابو کولو لپاره لسټوني راونغاړي.

یوې معترضې د دغه پرېکړه لیک یوه برخه داسې ولوسته:«نړۍواله ټولنه باید خپل بشرپال شعارونه په عمل کې پلي کړي او په یوه غږ زموږ د پیسو د ازادولو غوښتونکي شي. امریکا باید د افغانانو کنګل شوې پیسې له هر ډول قید او شرط پرته ازادې کړي، ځکه پیسې د خلکو حق دی او د هېڅ کس او دولت شتمني نه ده.»

معترضانې همدارنګه له اسلامي امارته غواړي چې دوی ته کاري فرصتونه رامنځته کړي او د هېواد د اقتصاد د پياوړتیا لپاره پروګرام ولري.

د دغو مېرمنو په پرېکړه لیک کې راغلي دي:«د افغانستان اسلامي امارت باید چارې متخصصو کسانو ته وسپاري. لنډمهاله او اوږد مهاله اقتصادي پلانونه عملي کړي.»

بلخوا اسلامي امارت وايي حکومت هڅه کوي چې له هرې شونې لارې په هېواد کې اوسنیو ننګونو ته حل لارې پیدا کړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه