Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

غني: د کابل د سقوط په ورځ خوست ته تلم؛ ویل هغه ځای هم سقوط کړی

د افغانستان پخواني ولسمشر محمد اشرف غني له هېواده تر وتلو وروسته په خپله لومړنۍ مرکه کې ویلي، پر امریکا او د افغانستان پر نورو نړیوالو شریکانو د ده باور تېروتنه وه.

اشرف غني د بي بي سي راډيو ٤ "ټودې" خپرونې ته د بریټانیا د پوځ له پخواني لوى درستيز جنرال نيک کارټر سره په خبرو اترو کې وويل، د اګست د ١٥مې نېټې سهار چې د کابل د سقوط ورځ وه، فکر يې هم نه کاوه چې هغه به د ورځې په دویمه نیمایي کې هېواد پرېږدي.

هغه وايي، له هېواده د وتلو پرېکړه ناڅاپه هغه مهال وشوه چې د ارګ امنيتي ځواکونو ورته وويل، نور د ده او پلازمېنې د ساتنې توان نه‌لري.

غني وویل، «هغه سهار، ما هېڅ‌کله فکر نه‌کاوه چې له هېواده ووځم. موږ خبر شوو چې د حقاني ډلې ژمنه کړې وه چې کابل ته به نه ننوځي، خو دوه ساعته وروسته داسې نه‌وه. له ما وغوښتل شول چې د ملي امنیت شورا د سلاکار په ګډون خپلو همکارانو ته اجازه ورکړم چې له هېواده ووځي. ما هم له خپلې مېرمنې وغوښتل چې له هېواده ووځي، هغه زړه نازړه وه. هغوی زما له تګه یو نیم ساعت مخکې ووتل.»

غني وايي، غوښتل یې له کابله خوست ته لاړ شي، خو ورته وویل شول چې خوست هم سقوط کړی دی. هغه زیاته کړه: «د ملي امنیت شورا سلاکار مشر ډاکټر محب (حمدالله محب) او د «پی‌پی‌اس» مشر راغلل او راته یې وویل چې «پی‌پی‌اس» پاشل شوی او که زه پر پاتې کېدو ټینګار وکړم، ټول به ووژل شي. دوی زما د ساتنې توان نه درلود. ډاکټر محب په ریښتیا هم ویریدلی و. هغه ماته د دوو دقیقو څخه زیات وخت رانه‌کړ. زما پلان او امر دا وو چې چمتو شم او خوست ته ولاړ شم. هغه راته وویل چې خوست سقوط کړی او جلال اباد هم سقوط کړی. زه نه پوهېدم چې موږ چېرته روان یوو. دا یوازې هغه وخت و چې موږ په چورلکه کې سپاره شوو او څرګنده شوه چې موږ له هېواده وځو. دا په رښتیا ناببره پیښه وه.»

غني وايي، په افغانستان کې یې پاتې کېدل بې ګټې و او د جګړې د مخنیوي لپاره یې کابل پرېښود. هغه وويل: «زما د وتلو اصلي لامل د کابل د ورانۍ مخه نيول و. د طالبانو دوه بېلابېلې ډلې له دوو بېلابېلو لارو کابل ته را ننوتل. د دوی تر منځ د تاوتریخوالي اټکل ډېر لوړ و او د ۵ مېلیون نفوس لرونکی ښار د ویجاړیدو له خطر سره مخ و.»

اشرف غني وايي، په دوحه کې د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې هوکړه د سولې هوکړه نه؛ بلکې د وتلو هوکړه وه. هغه وايي چې امریکايي چارواکو ورته ویلي وو چې د دوحې تړون د مکلفیتونو په بشپړولو کولو کې مشروط دی. هغه زیاته کړه: «په کابل کې د دفاع وزیر ښاغلي سپیر وویل، دا یو مشروط تړون دی او هغه بیا ټینګار وکړ چې دا یو مشروط تړون دی، که طالبان خپل مکلفیتونه پوره نه‌کړي، دا تړون به د متحده ایالاتو له‌خوا لغوه شي.»

اشرف غني هغه تورونه ردوي چې ګنې مېلیونونه ډالر بهر ته لېږدول شوي او په اړه یې څېړنو ته چمتو دی.

غني د خپلې مرکې په یوه برخه کې ویلي چې دا د پوهېدو وړ ده چې خلک یې ملامتوي او دا د هغوی حق دی چې هغه ملامت کړي.

غني وايي چې غوښتل یې له کابله خوست ته لاړ شي، خو ورته وویل شول چې خوست هم سقوط کړی دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه