Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

'د افغانستان په رسمیت پېژندل د افغانستان نه بلکې د نړۍ اړتیا ده'

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال انعام الله سمنګانی وايي چې د افغانستان په رسمیت پېژندل د افغانستان اړتیا نه بلکې د نړۍ اړتیا ده. او د افغانستان په رسمیت نه پېژندل به ډېرې ناوړه پایلې ولري.

ښاغلي سمنګاني څرګنده کړه:«د اسلامي امارت په رسمیت پېژندل یوازې د اسلامي امارت اړتیا نه ده، بلکې د ټولې نړۍوالې ټولنې اړتیا ده. افغانستان د نړۍوالې ټولنې یو غړی دی او د افغانستان او نړۍوالې ټولنې ترمنځ رسمي تعاملات د ټولو په ګټه دي.»   

بلخوا د روسیې د بهرنیو چارو وزیر له تاس خبري آژانس سره په مرکه کې وایي چې د اسلامي امارت په رسمیت پېژندل د پراخ بنسټه حکومت او له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د کابل د ژمنو په پلي کېدو پورې تړلي دي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ویلي دي چې په اوسني وضعیت کې د طالبانو په رسمیت پېژندل تر وخته مخکې دي:«د طالبانو د په رسميت پېژندلو په تړاو خبرې تر اوسه له وخته مخکې دي. په دې تړاو به په تدریج سره حرکت وکړو او له نړۍوالې ټولنې سره په همغږۍ د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو له نوملړه د طالبانو د نومونو د لېرې کولو پر لور مخته ځوو، څو په افغانستان کې د نوی حکومت د په رسمیت پېژندلو په تړاو شرایط برابر شي.»

بل خوا د ایران ولسمشر په افغانستان کې د ټولګډونه حکومت پر جوړېدو ټینګار کوي.
 
د چارو کارپوهان هم ټول ګډونه حکومت د افغانستان د سیاسي ټولنې یوه جدي اړتیا ګڼي.
        
د پوهنتون استاد حکمت الله میرزاده وايي:«ټول ګډونه حکومت د افغانستان د سیاسي ټولنې یوه اړتیا ده. که چېرې اسلامي امارت د خپلې حکومتوالۍ د دوام لپاره پرېکړه لري، باید دغې مهمې مسلې ته دې پاملرنه وکړي.»

اسلامي امارت وایي چې په ۲۰۲۲ کال کې به یې هڅې تر ډېره په افغانستان کې پر ځانبسیاینې او له نړۍ سره پر تعامل راټولې وي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه